آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وایي، چې وروستیو درېیو میاشتو کې ۱.۸ میلیونه هېوادوال له ایران، ۱۸۴ زره او ۴۵۹ له پاکستان او ۵ زره او ۱۳۴ تنه له ترکیې را ایستل شوي دي. د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد وایي، چې دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه افغان کډوال په کوربه هېوادونو او همداراز ۲.۵ میلیونه نور کورني بېځایه شوي دي.
عبدالرحمان راشد په دې پروګرام کې زیاته کړې: «تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱.۸ میلیونه کډوال له په جبري توګه له ایرانه هېواد ته را ایستل شوي دي. همداراز روان کال ۱۸۴ زره او ۴۵۹ کسان له پاکستان او ۵ زره او ۱۳۴ له ترکیې په جبري توګه را ایستل شوي دي. موږ هم د هغوی ټولې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړې او ثبت او بایمومټریک زمینه مو یې برابره کړې ده.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې، چې تېر کال له پوهنې وزارت سره په همغږۍ د راستنو شویو کورنیو ۲۰ زره ماشومان په ښوونځیو کې جذب شوي او همداراز د روان کال درېیو میاشتو کې ۸ زره او ۲۲۰ نور ماشومان په ۲۵ ولایتونو کې ښوونیزو مرکزونو کې جذب شوي دي.
دغه وزارت همداراز د کورنیو بېځایه شویو لپاره د ۴۸ کمپونو له شتون خبر ورکړی، چې له دې ډلې ۵ زره او ۳۷۶ کورنۍ له ۲۵ ساحو تخلیه او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د خپلو خبرو په دوام ویلي: «تېر کال له پوهنې وزارت سره په همعږۍ د راستنېدونکو کورنیو نږدې ۲۰ زره ماشومان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې شامل شوي، څو خپله زدهکړې بشپړې کړي. همداراز د روان کال په درېیو میاشتو کې ۸۲۲۰ ماشومان ښوونیزو مرکزونو کې جذب شوي دي.»
په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس وایي، چې تېر یوه کال کې ۴۱۰ افغان بندیان د ایران له بندخونو هېواد ته را لېږدول شوي او همداراز د پاکستان له بندخونو هم ۹ زره او ۵۴۱ بندیان آزاد او هېواد ته را لېږدول شوي دي.
محمود الحق احدي د بندیانو لېږد او خلاصون په اړه زیاته کړې: «تېر یوه کال کې شاوخوا ۴۱۰ تنه د ایران له زندانونو، چې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان وو، هېواد ته را لېږدول شوي او دا بهیر دوام لري. همداراز په دې موده کې د کډوالو چارو وزارت د هڅو په نتیجه کې ۹۵۴۱ بندیان د پاکستان له بندخونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.»
د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح په دې پروګرام کې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، څو افغان کډوال په تدریجي توګه او خپله خوښه را وباسي. کلیمالرحمن فاني په ټینګار سره زیاته کړې: «موږ له ټولو کوربه هېوادونو غواړي، چې د انساني او اسلامي کرامت په پام کې نیولو سره، افغان کډوالو سره له زغم او حوصلې کار واخلي. همداراز له خپلو کډوالو هم غواړو، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو په دې پروګرام کې د راستنو شویو بیا مېشتېدنې ته په اشارې سره ویلي، د کډوالو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي، چې له دې ډلې د ۲۹ ښارګوټو سروې بشپړه شوې او د ۹ نورو سروې تر کار لاندې ده.