اوکراین ۳۰ ورځنی اوربند ومانه؛ روسیه به د لوبې توپ څنګه ولوبوي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د یوه لوړپوړي ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان جدې ښار ته تللی، وایي چې اوکراین ۳۰ ورځنی بېړني اوربند ته غاړه اېښې ده.
ښاغلي روبیو له اوکرایني اړخ سره خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي، چې اوکراین کې د جګړې پایته رسېدو ته یو ګام نږدې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړه: «اوس توپ د روسي اړخ په لوبغالي کې دي.»
ښاغلي روبیو همداراز ووی: «موږ اوکراین کې د سولې ټینګښت ته یو ګام نږدې شوي یوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر که څه هم له اوکرایني اړخ سره د مذاکراتو د پایلې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې رویټرز خبري آژانس ته دوو امریکایي چارواکو د نوم نه ښودولو په شرط ویلي وو، چې د دې سفر او مذاکراتو یوه موخه، د جګړې پایته رسولو په پار، روسیې ته د اوکراین له لوري د امتیازاتو ورکولو ارزونه ده.

بلخوا، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز چې له اوکراین سره د مذاکراتي پلاوي غړی دی، ویلي چې سعودي عربستان ته د دې سفر موخه، د اوکراین جګړه د پایته رسولو څرنګوالی دی.
د والتر په خبره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټولې نړۍوالې خبرې اترې د اوکراین جګړې پر پایته رسولو متمرکزې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لفظي شخړې او له دغه هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو او استخباراتي معلوماتو شریکولو بهیر له ځنډېدو وروسته، ولادیمیر زلنسکي اعلان وکړ، چې هېواد یې ۳۰ ورځني اوربند ته چمتو دی او په خبره یې اوکراین به خپل هوایي، ځمکني او سمندري بریدونه ودروي. زلنسکي همداراز د جدې ناسته مثبته بللې او ټینګار یې کړی، چې موضوع اوس په امریکا پورې اړه لري، چې روسیه اوربند ته حاضرولی شي کنه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد