آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له زیاتېدو سره هممهاله د هند د بهرنیو چاور وزارت ویاند، رندهیر جیسوال وایي، چې دغه هېواد د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي او د روغتیا او درملنې په ګډون مختلفو برخو کې خپلو عملي اقداماتو ته پراختیا ورکوي.
همداراز ښاغلي جیسوال کابل ته د ۷۳ ټنه درملو، واکسینونو او اړینو روغتیایي کڅوړو د لیږد په اړه خبر ورکړی دی،
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وایي:« له هندوستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخوالی کولی شي دواړو هېوادونو، افغانستان او هندوستان، ته ګټه ورسوي. افغانستان د قیمتي ډبرو، زعفرانو،قالینو او وچې میوې د صادارتو وړتیا لري. په مقابل کې، د افغانستان یو برخه واردات هم مستقیم له هندوستان او له ځینو لارو لکه د چابهار بندر څخه برابرېدی شي، چې دا به د سوداګرۍ د اسانتیا او د لګښتونو د کمښت زمینه برابره کړي.»
د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي په دې باور دي، چې په سیمهییزه سودګرۍ او پانګهونه کې هند کولی شی د افغانستان لپاره د باور وړ شریک او مناسب بدیل په توګه عمل وکړي. هغوی ټینګار کوي، چې په روغتیايي، بنسټیزو او اقتصادي برخو کې د هند فعال حضور کولی شي په دې هیواد کې د ثبات پیاوړتیا او دوامداره پرمختګ ته لاره هواره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وایي: «په افغانستان کې د هند میلیون ډالري پانګه اچونه او د درملو لویو فابریکو جوړول د دې برخې په پرمختګ کې یو مهم ګام دی. د کورني تولید د ملاتړ لپاره مشخص اصول وضع شوي څو د هېواد درمل جوړولو فابریکو ته زیان ونه رسېږي. هر داسې درمل چې موږ يې د تولید توان نه لرو، د هند سره د لاسلیک شوې پروتوکول مطابق له دغه هېواد واردوو، څو هم د بازار اړتیا پوره شي او هم د درملو تولید ټیکنالوژي په افغانستان کې پرمختګ وکړي.»
د ویلو ده، چې تېره ورځ د صنعت سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې تیره ورځ یو افغاني شرکت له یوه هندي شرکت سره ۱۰۰ میلیون ډالر په ارزښت د درملو برخه کې یوه هوکړه لاسلیک کړې، ټاکل شوې لومړی به خپل درمل افغانستان ته صادر کړي او له څه مودې وروسته به خپله یوه څانګه د درملو د تولید په موخه افغانستان ته رانتقال کړي.
