مرګونې ترافیکي پېښه؛ د ۱۹ ماشومانو په ګډون نږدې ۸۰ کسان په اور کې لولپه شول

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سه‌شبنې ماښام؛ د هرات – اسلام‌کلا پر لویه لاره بوږنوونکې ترافیکي پېښه؛ هغه پېښه چې د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله بس، چې له ایرانه یې تازه را ایستل شوي خپلو اصلي سیمو ته لېږدول او د تېلو لېږدوونکي یوه مازدا ډوله موټر ترمنځ رامنځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې په دې پېښه کې مسافر وړونکي بس اور اخیستی او پکې ۷۹ کسانو ژوند بایللی، چې ۱۹ یې ماشومان دي. د هغه په خبره، یوازې دوه کسان توانېدلي د ژورو ټپونو په لرلو سره، له دې پېښې ځان وژغوري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «په ژورې خواشینۍ سره خبر شوو، چې په دې بوږنوونکې پېښه کې زموږ ۷۹ هېوادوالو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي، چې یو یې د کوما په حال کې دی او بل یې هم بې‌هوښه دی. موږ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت وړاندې کولو ترڅنګ، قربانیانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوو.»

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وایي، چې دا قربانیان د ۱۷ کورنیو غړي وو، چې زیاتره یې د کابل، کاپیسا، غزني او بامیان ولایتونو اوسېدونکي وو او جسدونه یې د هرات قول اردو روغتون سړو خونو ته لېږدول شوي دي. د هغه په خبره، د دغو جسدونو د لېږد او خاورو ته سپارلو په اړه هم تدابیر نیول شوي دي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي بیا د دې مرګونې پېښې په اړه وایي: «د قربانیانو جسدونه د هرات قول اردو سړې خونې ته لېږدول شوي او ولایتونو ته یې د لېږد او تدفین تیاری هم نیول شوی دی. ۱۷ کورنیو چې د کابل، پروان، کاپیسا، غزني او بامیان اوسېدونکي وو، ژوند بایللی دی.»

د دې دردوونکې پېښې په اړه ګڼو افغانانو ژوره خواشینې څرګنده کړې ده. اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، ټولو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره د پېښې دقیق معلومات را ټول او ملامت اړخ په ګوته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه زیاته کړې: «اسلامي امارت د دغې دردونکې پیښې له امله د الله جل جلاله څخه د ټولو شهیدانو لپاره جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي. ترانسپورتي مسئولینو ته لارښونه کوو چې هرڅه ژر د پیښې دقیق معلومات وکړي او د ملامت اړخ په اړه خپل معلومات شریک کړي.»

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه په یوه پغام کې دا پېښه دردوونکې بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرخپله ایکس پاڼه زیاته کړې: «په هرات کې د ترافیکي پیښې له امله زموږ د یو شمیر هیوادوالو د شهادت خبر ډیر خواشینی کړم. د خپلې خواخوږۍ او ډاډگیرنې مراتب د دې غمجنوونکې پیښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره سملاسې روغتیا غواړم.»

بل‌خوا افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ او یو شمېر نورو هېوادونو د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا یې بوږنوونکې پېښه بللې ده. افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په یوه اعلامیه کې زیاته کړې: «افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي هرات کې د ترافیکي پېښې له امله د ۱۹ ماشومانو په ګډون د ۷۹ قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.»

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې مسافر وړونکي بس د اسلام‌کلا بندر له لارې د کابل پر لور حرکت کړی و او د لارې په اوږدو کې له یوه موټرسایکل او مازدا سره تر ټکر وروسته، پکې ناست خلک، چې له کلونو جلا وطنۍ وروسته هېواد ته راستانه شوي وو، د اور د لمبو خوراک شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *