د غزې په اړه د امریکا د پریکړه لیک تصویبېدو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: غزه پوره دوه کاله د اسراییلي پوځ تر سختو بریدونو لاندې وه.

د اسراییل پوځ په دې موده کې، د یادې تړانګې د اوسېدونکو پر وړاندې له درنو او پرمختللو وسلو ګټه پورته کړه چې له امله یې په دې سیمه کې نږدې ۷۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې سیمه کې له دوه کلنې جګړې وروسته، ډونالډ ټرمپ په دې تړانګه کې د سولې ټینګښت لپاره هڅې پیل کړې، هغه هڅې چې څو ځله له بن‌بست سره مخ شوې، خو بلاخره د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو امنیت شورا د غزې په تړاو د امریکا پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، هغه اقدام چې د حماس لپاره د نه منلو دی.

په دې لړ کې هغو هېوادونو چې یاد پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، د پاکستان نوم هم ترسترګو کیږي، هغه هېواد چې تل یې په بیلابیلو سټیجونو کې د اسراییل پر وړاندې جدي څرګندونې کړي او له فلسطینیانو یې پر دفاع باندې ټینګار کړی دی.

یو شمېر پاکستاني دیني عالمانو هم په امنیت شورا کې د امریکا پریکړه لیک ته د یاد هېواد مثبته رایه ورکول د میلیونونه فلسطنیانو له وینو سره خیانت بللی دی.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان دغه ډول پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکوي.

د نړیوالو چارو ځينې شنونکي پاکستان د مسلمانو هېوادونو اړوند مسایلو په اړه پر دوه ګوني دریځ تورونوي او وایي چې پاکستان په دې کار سره له امریکا سره په ګډه د فلسطینیانو په عام وژنه کې ونډه اخیستې.

د ټرمپ د طرحې له مخې، له مسلمانو هېوادونو جوړ یو پوځي ځواک چې د امریکا تر ملاتړ لاندې به وي د حماس د بې وسلې کولو لپاره جوړ شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د غزې په اړه د امنیت شورا پریکړه لیک ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د یاد پریکړه لیک لویه برخه د فلسطینیانو له مشروع حقونو سره په ټکر کې ده او د فلسطینیانو بنسټیز حقونه په ځانګړې توګه د برخلیک ټاکلو او خپلواک فلسطیني دولت جوړولو حق ترې اخیستل کیږي.

د نړیوالو چارو ځینې نور شنونکي وایي، چې اسراییل د خپلې خاورې د پراختیا په حال کې دي او دا طرحه نه شي کولی په دې تړانګه کې دایمي سوله رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا د غزې لپاره د ټرمپ د سولې له ۲۰ ماده يي طرحې سره هوکړه وکړه او یوازې روسیې او چین ممتنع رایې وکارولې.

د ملګروملتونو د عمومي سرمنشي ویاند د یاد پریکړه لیک تصویب د اوربند په تثبیت کې مهم ګام وباله.

حماس غورځنګ ویلي چې دا طرحه د فلسطینیانو حقوق او غوښتنې نه شي پوره کولی.

یاد غورځنګ ویلي چې د یو فلسطیني هېواد له جوړېدو پرته به خپلې وسلې ونه سپاري.

له دې ټولو سره سره، روښانه نه ده چې د ټرمپ طرحه به څومره وکړای شي په یاده تړانګه کې له دایمي سولې سره مرسته وکړي او آیا له پلي کېدو سره به یې د غزې وضعیت یو ځل بیا له ستونزو سره مخ نه شي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *