آفاق خبري آژانس؛ کابل: وزلوبه چې د افغانستان یوه لرغونې او دودیزه لوبه ده، وروستیو کلونو کې په کور د ننه یې د خلکو ترمنځ پراخ محبوبیت موندلی دی. سره له دې چې افغانستان د سنتي لوبو ترڅنګ، د نورو لوبو هم پراخه تاریخي مخینه لري، خو له بدهمرغه له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د بحرانونو او کورنیو ناخوالو له امله، افغانستان د سپورت په برخه کې له نړۍ وروسته پاتې شو.
وروستیو کې هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره، ورزشي لوبو ته پاملرنه زیاته شوې او دې چارې نه یوازې د قومونو ترمنځ د یووالي، همپالنې او د ګډو فرهنګي او تاریخي ارزښتونو را ژوندي کېدو زمینه برابره کړې، بلکې د افغانستان او نړۍ ترمنځ یې د باور فضاء پیاوړې او د سیاسي اړیکو په ټینګښت کې یې هم مهم رول لوبولی دی.
د المپیک ملي کمېټې مشر احمدالله وثیق وایي، چې کابل کې د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترڅنګ، د نړۍوالو ډیپلوماټیکو استازولیو، سازمانونو او سفارتونو استازو او مسوولینو هم ګډون کړی دی. د اورپایي ټولنې مشرې ورونیکا بوسکووېچ پوهار د وزلوبې له نندارې وروسته، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د وزلوبې په دودیزو سیالیو کې، یو ځل بیا د افغانستان د فرهنګي میراث د عظمت تر اغېز لاندې راغلم، هغه میراث چې د دغه ملت د پیوستون او یووالي سمبول دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د وزلوبې لیګ اووم پړاو تېره اونۍ د کابل په «یکهتوب» د لسو ورځو لپاره د یوولسو لوبډلو ترمنځ پیل شو؛ په دې لیګ کې پر افغان چاپندازانو سربېره د قرغېزستان او تاجیکستان ۱۰ چاپندازان هم د ځینو لوبډلو له لوري اخیستل شوي او عملاً په سیالیو کې حضور لري.
