چمپینز ټرافي سیالۍ: افغان لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړۍوالې شورا په چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې پرون د پاکستان لاهور ښار اړوند په قزافي لوبغالي کې د انګلستان لوبډلې په ماتولو سره، په دغو سیالیو کې لومړنۍ بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره، لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۵ منډې جوړې او د سیالې لوبډلې لپاره یې ۳۲۶ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ د سلیزې په وهلو سره تر ټولو زیاتې ۱۷۷ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې په دې سیالیو کې لاندې ریکارډونه جوړ کړل:
۱. د لومړي ځل لپاره په چمپینز ټرافي سیالیو کې د لوبې ګټل
۲. د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې د ابراهیم ځدراڼ له لوري د سلیزې وهل او د زیاتو منډو ریکارډ
۳. د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې د عظمت الله عمرزي له لوري د پنځو ویکټو ترلاسه کول
۴. د لومړي ځل لپاره په چمپینز ټرافي سیالیو کې د زیاتو (۳۲۵) منډو جوړول

ورپسې د لوبې په دویمه پاڼۍ کې سیالې لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې په وروستي اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې جوړې او د ۸ منډو په توپیر یې افغان لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د افغان لوبډلې دا بریا په کور د ننه او بهر د کرکټ د مینه‌والو، د اوسني او پخواني حکومت د چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده. د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې خلکو واټونو ته په راوتلو سره، دا بریا ونمانځله.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې لوبې په ګټلو سره، افغان لوبډلې د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې درېیم ځای خپل کړ او تمه ده خپله درېیمه لوبه راتلونکې (جمعه، مارچ ۷مه) د آسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي.

د ویلو ده، چې د اتلانو جام سیالیو په لړ کې، افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان په کراچۍ لوبغالي کې د ۱۰۷ منډو په توپیر سویلي افریقا ته بایللې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد