قطر ته د نښې ویشتلو ملي فدراسیون درې کسیزې ډلې سفر

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست وایي، چې د نښې ویشتلو ملي فدراسیون درې کسیزه ډله، د دې سیالیو په آسیایي تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېدل.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي، چې په دې ډله کې یو ورزشکار، یو روزونکی او یو بل کس شامل دي.

تمه ده د نښې ویشتلو دا تمریناتي کمپ د روان زېږدیز کال د جنورۍ له ۲۴مې تر ۳۱مې نېټې پورې، د ۱۶ هېوادونو د لوبغاړو، روزونکو او د نښې ویشتلو د مسوولینو په ګډون سره پیل شي.

مطالب بیشتر:  کابل کې د وزلوبې لیګ اووم پړاو دوام؛ د نندارچیانو ولولې او د بهرنیو ډیپلوماټانو حضور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *