د اروپایي فوټبال مینهوالو ټولنې Supporters Europe)) او د مصرفوونکو د ملاتړ ډلې یورو کانسومر، د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ټکټونو په پلور کې د فیفا له انحصاري موقعیته د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه خپل شکایت اروپایي کمیسیون ته وړاندې کړی دی.
د راپورونو له مخې، دغو ډلو په خپل شکایت کې ادعا کړې چې فیفا د نړیوال جام د ټکټونو په پلور کې له خپل انحصاره په استفادې او د رقابتي بازار برعکس بیې ټاکلې او په دې برخه کې یې اړین معلومات پټ کړي دي. دوی دا کړنې د اروپايي ټولنې د فعالیت تړون له ۱۰۲ مادې سرغړونه ګڼي؛ هغه ماده چې په بازار کې د برلاسي موقعیت د ناوړه استفاده مخنیوی کوي.
د یوروکانسومر ویاند رومن آرمانګو، په دې اړه وویل: «فیفا د نړیوال جام د ټکټونو د پلور انحصار لري او له دې ځواک د داسې بیو د ټاکلو لپاره کار اخلي چې په رقابتي بازار کې شتون نه لري، په داسې حال کې چې معلومات له مصرفوونکو پټوي او هغوی په بېړه پرېکړو ته اړ باسي.»
د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د لومړي ځل لپاره د ۴۸ ټیمونو په ګډون د روان کال د غبرګولي او چنګاښ په میاشتو کې په درېیو هېوادونو، امریکا، کاناډا او مکسیکو کې ترسره شي.