د کرکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې، تمه ده افغان ملي لوبډله تر راتلونکو څو شېبو، د نیوزلنډۍ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې دا سیالي نن سهار ۱۰:۰۰ بجې، په چنای چیدمبرم نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې د لوبې پچه ګټلې او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.
