د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چېمپینز ټرافي سیالیو (اتلانو جام) وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه نیوزیلنډ لوبډلې ته وبایلله.
افغان لوبغاړو په دغه تمریناتي لوبه کې لومړی توپ وهنه وکړه، چې په پنځوسو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې او سیالې نیوزیلنډۍ لوبډلې ته یې د ۳۰۶ منډو هدف ورکړ.
د افغان لوبډلې په ګټه رحمان الله ګربز ۱۱۰، صدیق الله اتل ۵۲، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۴۰ او ابراهیم ځدراڼ ۳۲ منډې جوړې کړې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې سیالې نیوزیلنډۍ لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره، د ۳۰۶ منډو هدف پوره او بریا یې خپله کړه.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو په لومړۍ تمریناتي لوبه کې کوربه پاکستان ته هم د ۱۵۰ منډو په توپیر لوبه بایللې وه.
په چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې د افغان لوبډلې تمریناتي لوبې پایته ورسېدې او تمه ده د راتلونکې جمعې په ورځ افغانستان د دغو سیالیو لومړنۍ رسمي لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.