د کرکټ ملي لوبډله په جمپینز ټرافي سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ورسېده

د کرکټ ملي لوبډله په جمپینز ټرافي سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ورسېده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.
کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان لوبغاړي به په یاد هېواد کې له څو ورځو تمریناتو وروسته خپله لومړۍ لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه د کراچۍ په کرکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د لوبو له پیل مخکې به، افغان لوبغاړي دوه تمریناتي لوبې د پاکستان الف لوبډلې او ورپسې دویمه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې تر سره کړي.
د مهالوېش له مخې، د چمپینز ټرافي سیالۍ به د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۱۹مه نېټه، په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل او د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې به دوام ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد