د افغانستان او ویسټ‌انډیز ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبه ویسټ‌انډیز وګټله

د افغانستان او ویسټ‌انډیز ترمنځ د کرکټ درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې د ۱۵ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته لوبه وبایله، خو د دوو سیالیو په ګټلو سره یې د یادې لوبلړۍ جام د ۲-۱ په توپیر په خپله ګټه پای ته ورساوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، چې ویسټ‌انډیزۍ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.

ورپسې افغان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۳۶ منډې جوړې او ټاکلی هدف یې پوره نشوای کړی. د افغان لوبډلې په توپ وهونکو کې رحمان‌الله ګربز د ۷۰ منډو په جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

مطالب بیشتر:  بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نن متحده عربي اماراتو کې پیلېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *