د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ ټیسټ لوبه؛ راشد خان په دې سیالۍ کې حضور نه لري

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن غرمه مهال د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې په یوه ټیسټ لوبه کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي او د پلان له مخې به د جمعې تر ورځې دوام ولري.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، په دې ټیسټ سیالیو کې به افغان ستوری راشد خان حضور ونه لري، خو په پلانی شویو درېیو شل اوریزو سیالیو کې، چې د اکتوبر په ۲۹، ۳۱ او نومبر په ۲مه نېټه ترسره کېږي، برخه واخلي.

افغانستان داسې مهال د زیمبابوې پر وړاندې ټیسټ لوبه ترسره کوي، چې تر دې وړاندې یې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو سریز وګاټه. همداراز د ویلو ده، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پکتیکا کې د ځایي افغان کرکټ لوبغاړو له بمبارولو وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستاني پوځي رژیم د دې کړنې په غبرګون او قربانیانو ته د درناوي په پار، له پاکستانۍ لوبډلې سره راتلونکې شل اوریزې سیالۍ چې تمه وه د نومبر په میاشت کې ترسره شي، لغوه او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې د نه ګډون پرېکړه اعلان کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *