د اسټرالیا فوټسال ملي لوبډله کې د افغان لوبغاړي غوره ځلېدنه

د اسټرالیا فوټسال ملي لوبډله کې د افغان لوبغاړي غوره ځلېدنه

افغان الاصله فوټسالېست نیما جعفري، چې په دې وروستیو کې د اسټرالیا د فوټسال ملي لوبډلې سره یو ځای شوی، د ۲۰۲۶ کال د «آسه‌آن» سیالیو کې د برونیي پر وړاندې لوبه کې خورا غوره ځلېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې اسټرالیا برونیي ته د ۱-۱۳ ستره ماتې ورکړې ده او د دې لوبې په لړ کې نیما جعفري توانېدلی د درېیو ګولونو په وهلو سره هټ‌ټریک ووهي او خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړي.

سره له دې چې د اسټرالیا ملي لوبډلې د دغو سیالیو په پای کې څلورم مقام خپل کړ، خو د جعفري انفرادي ځلېدنه د پام وړ وه او په لوبډله کې یو له مهمو لوبغاړو وشمېرل شو.

په همدې حال، اسټرالیا کې د افغانانو د فوټبال فدراسیون (AAFF) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نیما جعفري بریا ستایلې او هغه ته یې مبارکي ویلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی له کلونو او پرله‌پسې هلو ځلو وروسته، دې ځای ته رسېدلی دی.

کارپوهان باور لري چې د نیما جعفري دا بریا نه یوازې د هغه شخصي لاسته راوړنه ده، بلکې د افغان ځوانانو لپاره هم الهام‌بخښونکې ده، څو وکولی شي د هغه په څېر د سیالیو په نړۍوالو ډګرونو کې ورته لاست‌راوړنې ولري.

مطالب بیشتر:  بدخشان کې د وزلوبې درې ورځنۍ سیالۍ د پهلوان ګلبدین په اتلولۍ پای‌ته ورسېدې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *