د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام (اندونیزیا) د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې پرون غرمه مهال، د جاکارتا په نړۍوال ولودروم لوبغالي کې، د ایران له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ او ۵–۲ یې ماتې ومنله. دې لوبې چې د ګروپ لومړۍ لوبډلې برخلیک یې روښانه کاوه، د ایران له تخنیکي وړتیاوو سره سره یې، د افغان لوبډلې زړورتیا او د پام وړ پرمختګ په ډاګه کړ.
د افغانستان ملي لوبغاړو چې له دوو پخوانیو لوبو یې ۶ امتیازونه لرل، په دې لوبه کې د غوره او منظمې دفاع او چټکو بریدونو له مخې وتوانېدل د ایرانۍ لوبډلې د سخت فشار پر وړاندې کلک ودرېږي. د مجید مرتضایي شاګردانو د لومړۍ پاڼۍ تر منځنیو شېبو پورې په لوړ تمرکز د سیالې لوبډلې د ګول وهلو مخه ونیوله، خو په ۱۲مه دقیقه کې د توپ بېرته راګرځېدو او د دفاعي تېروتنې له امله د افغانستان دروازه پرانیستل شوه او ایران خپل لومړی ګول وواهه.
له دې ګول وروسته افغانستان څو ځله هڅه وکړه چې د توپ په ترلاسه کولو سره، ځوابي بریدونه وکړي او د سیالې لوبډلې دروازې ته ورسېږي، خو د لوبې لومړۍ پاڼۍ ۲-۰ د ایران په ګټه پایته ورسېده. د دویمې پاڼۍ په پیل کې هم ایران د توپ د کنټرول او د خپلو لوبغاړو د لوړې تجربې پر مټ فشار ته دوام ورکړ او په ۲۹ او ۳۰ دقیقو کې یې دوه نور ګولونه ووهل، چې په دې سره نتیجه ۳-۰ شوه.
له دې ټولو فشارونو سره سره، افغان لوبډلې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې غوره غبرګون وښود. د ویډیو له بیا تکرار او کتنې وروسته، اعلان شوې پنالټي کې، رضا حسینپور د مهار شوي توپ له ریباند ګټه واخیسته او د لومړي ګول په وهلو سره یې، د ایران دروازه پرانیسته. یوازې یوه دقیقه وروسته، د محمد جواد صفري ناڅاپي شوت د مسیر تر بدلېدو وروسته د دویم ځل لپاره د ایران دروازه خلاصه کړه او نتیجه ۳–۲ شوه، چې ورسره سم د لوبې ولولې اوج ته ورسېدې.
دغو ګولونو د افغان لوبډلې هیلې بېرته را ژوندۍ کړې او د څو شېبو لپاره یې ایرانۍ لوبډله تر فشار لاندې نیولې وه. خو د لوبې په وروستیو کې، سیالې لوبډلې د پراخې تجربې په لرلو سره، ځان وښود او ویې کولای شوای دوه نور ګولونه هم د خپلې لوبډلې په ګټه ووهي؛ یو ګول یې د یو پر یو موقعیت کې او بل یې د لوبې په وروستیو ثانیو کې د افغانستان د پاورپلي پرمهال، وواهه.
بالاخره دا سیالي د ایران په ګټه ۵–۲ پای ته ورسېده. له دې پایلې سره، ایران د ۹ امتیازونو په لرلو د ګروپ د لومړي ټیم په توګه حذفي پړاو ته لار ومونده او افغانستان هم د ۶ امتیازونو په ترلاسه کولو او د دویم مقام په خپلولو سره، بل پړاو ته ووت.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به اوس په حذفي پړاو کې د جاپان له پیاوړې لوبډلې سره مخ شي؛ هغه لوبه چې که څه هم سخته ښکاري، خو په ګروپي پړاو کې د افغان لوبډلې غوره ځلېدو وښوده، چې د قارې په کچه د دې لوبډلې ماتېدل هم آسانه نه دي. حذفي پړاو ته د افغانستان تګ د هېواد د فوټسال ودې روان بهیر او په اسیا کې د نوي راټوکېدونکي ځواک په توګه د دې لوبډلې د تثبیت شوې جایګاه نښه ده.
