آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان پر وخت نن مازدیګر څلور نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې له خپلې سیالې بنګله دیشۍ لوبډلې سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ دغو سیالیو کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، رحمت شاه، محمد نبي، راشدخان، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، عبدالله احمدزي، بشیراحمد او عظمت الله عمرزي ته په عمومي نوملړ او بلال سمیع او فریدون داوودزي ته په احتیاطي لوبغاړو کې ځای ورکړی دی.
افغانستان داسې مهال د بنګلهدېشۍ لوبډلې پر وړاندې د درې ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي، چې تېره اونۍ په پرلهپسې توګه درې شل اوریزې لوبې سیالې لوبډلې ته وبایللې.
ټاکل شوې افغان لوبډله له بنګلهدیش سره تر سیالیو وروسته زیمبابوې ته سفر وکړي او په هراري سپورټس کلب کې به د زیمبابوې له لوبډلې سره یوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.
د یادونې ده چې د روان کال د نومبر په ۱۷ نېټه د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ترمنځ د شل اوریزو لوبو درې اړخیزه لړۍ هم پیلیږي.
