د بدخشان ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د وزلوبې څلور ورځنۍ، چې د دې ولسوالۍ د آبګنده، چهلکانشهر او سفیدارا کلیو د اوسېدونکو په کوربهتوب او مېلمهپالنې پیل شوې وې، پایته ورسېدې.
د دغو سیالیو وروستۍ ورځ د ۱۴۰۵ کال د وري په ۲۲مه، په آبګنده په کلي کې ترسره شوه، چې پکې د راغ، یفتل، بهارک، ارګو او شهربزرګ سیمو نامتو پهلوانانو برخه اخیستې وه، او په پای کې، پهلوان نجیبالله راغي د «قزل سراج بای آبګنده» په نوم آس پر مټ د سیالیو عمومي اتلولي خپله کړه.
د سهار په سیالیو کې، پهلوان زیدالله راغ لومړی مقام او پهلوان اسدالله رحیمي دویم مقام ترلاسه کړ. همدارنګه، د مازدیګر په سیالیو کې، پهلوان روحالله حاجي د اتلولۍ مقام وګاټه.
په نورو سیالیو کې، پهلوان ذبیحالله یفتلي لومړی، پهلوان بصیر باباعاشور دویم او پهلوان نجیبالله راغي درېیم مقامونه خپل او ګټونکو ته نغدي جایزې هم ورکړل شوې.
د ویلو ده، چې په دې سیالیو کې پر بدخشان سربېره، له نورو ولایتونو هم زرګونه نندارچیانو ګډون کړی و او په خورا شور او ولولو سره یې، یو ځل بیا په بدخشان کې د وزلوبې دودیز کلتور ژوندی وساته.
