د بدخشان ولایت د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې له درې ورځنیو سیالیو وروسته، دا سیالۍ د پهلوان ګلبدین په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دا سیالۍ چې د لسګونو پهلوانانو او د دودیزو لوبو د مینهوالو په ګډون ترسره شوې، د دغه ولایت یو له تر ټولو پُرشوره او ولولو ډکې سیالۍ ګڼل کېږي.
د بدخشان د وزلوبې فدراسیون د معلوماتو له مخې، د سیالیو په درېیمه او وروستۍ ورځ د اتلولۍ یو بُز ترسره شو، چې په هغه کې پهلوان ګلبدین د غوره وړتیا او د خپل آس د دقیق کنټرول په وسیله وتوانېد بُز د حلال دایرې ته ورسوي او په دې توګه د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
همدارنګه په وروستۍ برخه کې، چې د وزلوبې له خورا حساسو برخو ګڼل کېږي، سرور بلخي لومړی مقام او پهلوان عبدالوهاب دویم ځای خپل کړ، خو د وخت د کمښت له امله درېیم مقام هېچا ونه ګاټه.
دا سیالۍ د خلکو په پراخ حضور او له ولولو ډګ چاپېریال کې ترسره شوې او د بدخشان سلګونه اوسېدونکي او د دې لوبو مینهواله یې نندارې ته راټول شوي وو. د ځوانانو پراخ ګډون او د دې لوبو د مخکښو څېرو حضور ښيي چې وزلوبه لا هم د افغانستان د خلکو په کلتور او دودونو کې ځانګړی ځای لري.
د بدخشان د بزکشۍ فدراسیون مسوولینو ویلي چې د دې سیالیو موخه د ملي لوبو وده، د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا او د سالمې سیالۍ رامنځته کول دي. دوی همدارنګه په نږدې راتلونکي کې د نورو سیالیو د جوړېدو خبر ورکړی، څو په بدخشان کې د دې لوبو کچه لا لوړه شي.
د ورزش کارپوهان باور لري چې دا ډول سیالۍ نه یوازې د کلتوري میراث په ساتنه کې مرسته کوي، بلکې د نوو استعدادونو د پېژندنې او د ځوانانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د روحیې په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.