انځور افغانستان د سویلي افریقا په وړاندې

افغان کرکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو لومړۍ لوبه وبایله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په جمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه سویلي افریقا ته وبایله.
د لوبې پچه سیالې لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د شپږو لوبغاړو په زیان سره یې ۳۱۵ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي دوه، نور احمد، عظمت الله عمرزي او فضل الحق فاروقي یوه- یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې افغان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۰۸ منډې جوړې او لوبه یې د ۱۰۷ منډو په توپیر وبایلله.
تمه ده د کرکټ ملي لوبډله د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد