د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵ زېږدیز کال چمپینز ټرافي سیالیو (اتلانو جام) ته د تیاري په موخه، نن خپله دویمه تمریناتي لوبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کوي.
تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د (فبرورۍ ۱۴مه) افغان لوبډلې، لومړنۍ تمریناتي لوبه د ۱۵۰ منډو په توپیر کوربه هېواد پاکستان ته وبایلله.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې افغان لوبډله به د چمپینز ټرافي سیالیو (اتلانو جام) لومړنۍ رسمي لوبه د راتلونکې جمعې د (فبرورۍ ۲۱مه) د کراچۍ په نړۍوال لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.
د مهالوېش له مخې به افغانستان د دغه جام په درشل کې له سویلي افریقا وروسته د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په (۲۶مه) د انګلستان پر وړاندې او د فبرورۍ په (۲۸مه) د آسټرالیا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.
د کرکټ نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ زیزدیز کال د چمپینز ټرافي سیالۍ (اتلانو جام) د فبرورۍ له (۱۹مې) نېټې پیل او د مارچ تر نهمې نېټې به دوام وکړي.
دا لوبې د پاکستان په کوربهتوب په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
