آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل فضا نن سهار بل ډول وه، هوایي ډګر ته پر غځیدلو سړکونو ګڼه ګوڼه او خوشحالي وه.
یو شمېر هېوداوالو او د فوټسال مینه والو د کابل هوایي ډګر کې د یادې لوبډلې تود هرکلی وکړ، هغه لوبډله چې د اتلولۍ په ګټلو سره یې د فوټسال په برخه کې د افغانستان په نوم نوی تاریخ ولیکه.
کابل میشتو په شور، ولولو او اتڼوڼو سره د خپلو اتلانو تود هرکلی وکړ.
د کابل مېشتو تر څنګ، د ورزشي برخې ځیني مسوولین هم د فوټسال ملي لوبدلې هرکلي ته ورغلي وو او دا اتلولي یې د افغانستان لپاره یوه لویه او تاریخي لاسته راوړنه وبلله.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس احمدالله وثیق، د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر، دا اتلولي د هېواد د ورزش په تاریخ کې بې سارې بللې.
د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي، د خلکو له لوري د دوی تود هرکلی او ښه راغلاست د خپلې روحیې او باور لوړولو برخه کې مثبت بولې او وايي چې راتلونکو لوبو کې به یې د ښې لوبې لامل شي.
د افغانستان له ۱۷ کلونو کم عمره د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال آسیایي سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې ایران ته ۲ د یو په توپیر ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ لومړی مقام یې خپل کړ.
ملي لوبډلې د دې اتلولۍ په اوږدو کې وکولی شول چې ازبیکستان، چین، بحرین، ټایلینډ او ایران مات کړي او د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.
