آفاق خبري آژانس؛ کابل: پلازمېنه کابل په دې ورځو کې د هوا د ککړتیا له سخت زیاتوالي او چاپیریال ساتنې په اندېښمنونکي وضعیت کې ده.
د ژمي موسم له را نږدې کېدو او په کابل کې د هوا د ککړتیا له زیاتېدو سره هم مهاله، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د ښار په کچه د هوا د ککړتیا له زیاتوالي شکایت کوي او وایي چې د هوا د زیاتې ککړتیا له امله په ښار کې تګ راتګ ورته ستونزمن شوی دی.
په ورته مهال، یو شمېر ډاکټران هم وایي چې د هوا ککړتیا لامل کیږي چې د خلکو ترمنځ د زړه ناروغۍ او تنفسي ستونزې زیاتې شي.
د دوی په وینا، په داسې وضعیت کې ښایي، هره ورځ زرګونه کسان په دغو ناروغیو اخته او روغتونونو ته ولیږدول شي.
د وینې او سرطاني ناروغیو متخصص احمد شکیب ظهیر وايي:« د هوا ککړتیا په لویو ښارونو، په ځانګړې توګه کابل کې یوه دایمي ستونزه ده، چې په ژمي کې لا پسې زیاتیږي. دا ککړتیا د تنفسي او زړه ناروغیو، د معافیت سیسټم کمزوري کیدو او حتا سرطان لامل کیږي. ماشومان، زاړه، امیندواره میرمنې او اوږدمهاله ناروغان تر ټولو ډیر اغیزمن کیږي. که څه کره شمېرې نشته، خو ویل کیږي چې هر کال زرګونه کسان د هوا د ککړتیا له امله مړه کیږي.»
د داخلې عمومي متخصص نورالحق امین د همدې موضوع په تړاو داسې وايي:«په ژمي کې، د ګرمولو لپاره له بخارۍ، لرګیو او ډبر سکرو ګټنه د هوا د ککړتیا لامل کیږي. دا ککړتیا تر ډیره ماشومان، لوړ عمر لرونکو او هغو کسانو ته زیان رسوي چې تنفسي ستونزې لري. د دې د مخنیوي لپاره باید فلټرونه ولګول شي، له ککړونکو سون توکو کمه ګټنه وشي او په ککړه هوا کې له ماسک پرته بهر ونه وځو.»
کابل ښاروالي هم د هوا ککړتیا له جدي ستونزو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې له له دې پدیدې سره مبارزه د خلکو جدي مبارزې ته اړتیا لري.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی آفاق خبري آژانس ته وايي:«په کابل کې د هوا ککړتیا یوه له خورا جدي ننګونو څخه ده؛ یوه ستونزه چې نه یوازې د کابل ښاریانو ژوند یې اغیزمن کړی، بلکې ټول افغانستان یې اغیزمن کړی دی. د دې ستونزې کمول د خلکو له همکارۍ او ګډون پرته امکان نه لري او هر وګړی باید د هوا کیفیت ښه کولو کې خپل رول ولوبوي.»
د یادونې ده چې د ژمي موسم له را رسېدو سره، هر کال په کابل کې د هوا ککړتیا زیاتوالی مومي.
د کورونو د ګرمولو لپاره د هوا سړښت، د ډبرو سکرو، پلاستیک، زړو ټایرونو او بې کیفیته توکو سوځول، د موټرونو د ګڼې ګوڼې ترڅنګ د هوا د پاکولو سیستم نشتون د یادې ککړتیا له اصلي عواملو څخه دي.
د چاپیریال ساتنې کارپوهان هم ټینګار کوي چې د څار او مناسب مدیریت نشتون هم یاد بحران زیاتوي.
