آفاق خبري آژانس؛ کابل: د دې کور په یوه څنډه کې ناسته نجلۍ؛ کتابچه او قلم یې په لاس دي او په سترګو کې یې لا هم د راتلونکي لپاره هیلې نغښتې دي.
د کتاب د پاڼو اړول، د زرګونه هغو نجونو کیسې بیانوي، چې د ښوونځیو په بندېدو سره یې، لا هم د زده کړو لپاره هیلې نه دي رژېدلې.
نویدا د هغو زرګونو نجونو له ډلې ده، چې له تېرو څه د پاسه درېیو کلونو راهیسې ښوونځي ته له تګ محرومه ده.
نویدا له اسلامي امارت غواړي، چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
نویدا د خپلو هیلو پوره کېدو په پار آفاق ته وویل: “د اسلامي امارت له لوري خبرونو ته په تمه یم، چې زموږ ښوونځي پرانیزي او موږ وکولی شو خپلو زده کړو او تحصیل ته دوارم ورکړو؛ ځکه څلور کاله زیات وخت دی، چې موږ له ښوونځي محروم یو.”
له دې سره همهاله، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، څلور سوه زره نورې نجونې له زده کړو محرومې شوې او په ټولیز ډول دا شمېر ۲.۲ میلیونه ته رسېږي.
یاد بنسټ له سرپرست حکومته غوښتي، چې د نجونو زده کړو په برخه کې شته محدودیتونه لغوه کړي.
ګرافیک: «د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړو، څو ژر تر ژره دا محدودیت لغوه کړي. زده کړې نه یوازې یو بنسټیز حق دی، بلکې د سالمې، بریالۍ او باثباته ټولنې لرلو پر لور یو ګام دی.»
د پوهنتون حکمت الله میزاده په دې اړه افاق ته زیاته کړه: ” د ټولنې د یوه قشر پر وړاندې د زده کړو دروازو د تړلو دوام، کولی شي د ټولنې دا قشر د سواد له نعمت محروم کړي”
که څه هم اسلامي امارت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د نجونو پر زده کړو لګېدلی محدودیت لنډمهاله دی او د دې ستونزې د هواري هڅې دوام لري.
بلخوا د پوهنتون یو شمېر استادان وایي، چې له زده کړو د نجونو محرومېدل به پراخې کورنۍ او ټولنیز ستونزې را ولاړې کړي.
د پوهنتون استاد پرویز خلیلي زیاتوي: “له بده مرغه له ښوونیز جوړښت او ټولنې د نجونو خذف، کېدای شي د ټولنې لپاره ناوړه پایلې ولري، له وخت وړاندې واده، کورني تاوتریخوالي او د ټولنې د یوې سترې برخې د فلجېدو لامل شي.”
د ویلو ده، چې ۱۴۰۴ ښوونیز کال د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت له لوري پیل شو.
د ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او زده کړو په اړه هېڅ راز څرګندونې ونشوي.
