آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۲۴ زره بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو طبیعي جاذبو لیدنه کړې ده. د دغه وزارت ویاند خُبیب غُفران زیاتوي، چې د خصوصي سکتور په همکارۍ یې راتلونکو سیلانیانو ته د ویزې تمدید، ترانسپورت، ژباړې او امنیت ټینګښت په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
خُبیب غُفران د ګرځندوی صنعت ودې په اړه زیاتوي: «د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې شاوخوا ۲۴ زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي. دا سیلانیان له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته راغلي او له بېلابېلو ولایتونو یې لیدنه کړې ده. موږ فرهنګي، تاریخي، طبیعي، غره ختنې او بېلابېلو برخو کې د بهرنیو سیلانیانو د راتګ شاهدان یو.»
په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د ګرځندوی صنعت وده کولی شي د سیمهییزو بازارونو ودې، کاري فرصتونو برابرولو او د پانګونې جذب په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «افغانستان ښکلې طبیعي سیمې او منظرې لري. که دا برخه مېکانیزه شي، کولی شو ښه عواید ترلاسه کړو. یعنې د امنیت په ټینګښت، سالم چاپېریال، مناسب روغتیایي چاپېریال، انټرنټ او همداراز د هوټلدارۍ په پراختیا سره کولی شي، زیات شمېر سیلانیان را جلب کړو.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانتوریزم ریاست او همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د فرهنګي چارو معینیت د دې صنعت ودې لپاره باید تجربه لرونکي، پوه او وړتیا لرونکي کسان وګوماري، څو وکولی شي د افغانستان فرهنګي ډیپلوماسۍ لپاره رغنده کار وکړي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند همداراز د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې زیاته کړې، چې دغه وزارت په دې برخه کې د نورو فعالیتونو ترڅنګ، د هوټلدارۍ او تشریفاتو په برخه کې سلګونه ځوانانو ته د ګرځندوی اړوند موسساتو کې د روزنې زمینه برابره کړې، څو په دې برخه کې په مسلکي توګه فعالیت وکړي.