آفاق خبري آژانس؛ کابل: د تېرو څلورو کلونو پر مهال افغانستان په ټولنیزه برخه کې هم د ژورو او پېچلو بدلونونو شاهد و. د کډوالۍ مسئله یوه مهمه او تر ټولو لویه معضله وه. د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د جمهوري نظام له پرځېدو او واک ته د اسلامي امارت بیاځلي رسېدو وروسته، د کډوالۍ یوه ستره څپه خوره شوه، چې له امله یې زرګونه کسان له ناقانونه او سختو لارو په استفادې، بېلابېلو هېوادونو ته کډوال او دې چارې انساني بحران لا نازک کړ.
د راستنېدونکو بحران مدیریت
اوس چې د اسلامي امارت واکمنۍ څلور کاله په پوره کېدو دي، له ایران او پاکستانه په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو را ایستل په یوه لویه ټولنیزه ننګونه بدل شوي دي. اسلامي امارت د دې بحران کابو کولو لپاره لنډمهاله کمپونه، د لومړنیو مرستو وېش او د راستنېدونکو کډوالو مدیریت هڅې ګړندۍ کړې دي.
د کډوالو حقونو فعال نثار احمد شېرزي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل:«هغه افغان کډوال چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته را ګرځي، تر هر څه مخکې امنیتي مصوونیت او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ لنډمهاله او اوږدمهاله مالي مرستو ته اړتیا لري. د هغوی لپاره باید کاري زمینې هم برابرې شي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د روان ۱۴۰۴ کال د غبرګولي تر ۳۰مې نېټې پورې ټولټال ۴ میلیونه او ۹۶۰ زره او ۹۹۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت په وینا، له دې ډلې ۱۷۶ زره او ۲۲۵ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې موده کې یې ۱۲ زره او ۳۷۴ راستنېدونکو او بېځایه شویو ته حقوقي ملاتړ برابر کړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۲ کال د وري میاشتې له لومړۍ د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي تر ۳۰مې نېټې یو میلیون او ۳۰۵ زره او ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو سره مرسته شوې ده. د کډوالو د وزارت د شمېرو له مخې، اوس مهال په هېواد کې ۳۸۰ زره او ۲۹۹ بېځایه شوې کورنۍ هم شته.
افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه
پر مخدره توکو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو روږدي کېدل، وروستیو لسیزو کې د افغانستان لپاره یوه بله ستره ټولنیزه ننګونه وه، چې نه یوازې د ټولنې روغتیا ته یې ګواښ پېښ کړی، بلکې ورسره سم د جرمونو، نا امنیو او بېوزلۍ کچه هم لوړه کړې وه. دا پدیده د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو له ملاتړ او مالي او تخنیکي مرستو سره سره، نه یوازې کنټرول نه شوه، بلکې لا زیاته شوه. خو په تېرو څلورو کلونو کې اسلامي امارت په قاطع او جدي توګه د دې پدیدې د له منځه وړلو هڅې پیل کړې، زرګونه روږدي یې را ټول او د درملنې مرکزونو ته لېږدولي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا مهال افغانستان کې د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو کې په مرکز او ولایتونو کې ګڼ شمېر د درملنې مرکزونه فعال کړل. د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیبالله احمدي، آفاق خبري آژانس ته د شمېرو په ورکړې سره وایي، چې واک ته د اسلامي امارت له را ګرځېدو تر دې دمه په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۴۲ زره روږدي را ټول او د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د احمدي په وینا، دا مهال په ټول هېواد کې د درملنې ۱۷ مرکزونه شتون لري، چې له دې ډلې ۱۳ یې فعال او پاتې نور یې تر کار لاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیبالله احمدي په دې اړه زیاته کړه: «په تېرو څلورو کلونو کې، اسلامي امارت د امنیت ټینګښت ترڅنګ، د خشخاشو له منځه وړلو او قاچاق مخنیوي په برخه کې ستر ګامونه اوچت کړي دي. نړۍواله ټولنه هم باید په دې برخه کې له روږدو سره ودرېږي او د هغوی لاسنیوی وکړي او ژوند یې وژغوري.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم د اسلامي امارت د دا ډول اقداماتو هرکلی کوي. د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړې: «په دې څلورو کلونو کې د امنیت پر ټینګښټ سربېره، د مخدره توکو کښت، قاچاق او تولید پر وړاندې مبارزې په برخه کې هم کوټلي ګامونه اوچت شوي دي. نړۍواله ټولنه هم باید له رامنځته شوي فرصت استفاده وکړي او په دې برخه کې د افغانستان خلکو ته د همکارۍ لاس ورکړي.»
کابل کې د اوبو بحران کابو کولو هڅې
کابل کې د اوبو کمښت د پلازمېنې اوسېدونکو پر وړاندې بله حیاتي ننګونه ده او د ښار په لوېدیځه او شمالي برخه کې یې د ښاریانو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. په داسې حال کې چې دا معضله د کابلیانو تازه ستونزه نه ده، بلکې پخوا هم د پلازمېنې او سېدونکي له ورته ستونزې سره مخامخ وو، خو اوس د اوبو کمښت ستونزه یوه حساس پړاو ته رسېدلې ده. اسلامي امارت هم لستوڼي بډ وهلي، څو دا ستونزه هواره کړي. سرپرست حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د دې ستونزې د هواري په پار، کابل ته د پنجشیر اوبو لېږد پروژې ډیزاین او ارزونې بشپړولو په اړه، لومړني ګامونه اوچت کړي دي. په دې اړه یې له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو سره د پانګونې جلبولو او مالي ملاتړ په اړه هم خبرې کړې دي. د دې ترڅنګ، اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې دې معضلې ته د رسېدو په پار د پنجشیر اوبو لېږد پروژې ترڅنګ، د اوبو کچې لوړوالي، د اوبو په مصرف کې سپما او ناقانونه ژورو څاهګانو مخنیوی په برخه کې هلې ځلې کړې او همداراز په ټول هېواد کې یې نږدې ۵۰۰ چکډیمونه هم جوړ کړي دي.
د سیمهییزو همکاریو پر مټ د کاري فرصتونو برابرول
هېواد کې د بېوزلۍ او وزګارۍ مسئله هم تېرو څلورو کلونو کې یوه له مهمو موضوعاتو وه. دې پدیدې له لسیزو راهیسې د یوې ټولنیزې معضلې په توګه، د افغانستان د خلکو ژوند اغېزمن کړی او دا ننګونه د پخواني نظامونو میراث دی. د پخواني جمهوري نظام پر مهال د میلیاردونو بهرنیو مرستو سره سره، د هېواد څه باندې ۵۴ سلنه وګړي بېوزله وو او دا ستونزې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، امارت ته په میراث پاتې شوې او سرپرست حکومت یې له ژور بحران سره مخامخ کړی دی، چې د یوناما راپور پر بنسټ، د هېواد ۴۸ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وروستی راپور ښیي، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۲.۹ میلیونه خلک افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري. بېوزلۍ او وزګارۍ داسې مهال د افغانستان د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړی، چې دا مهال دغه هېواد کې بهرني مرستندویه بنسټونه هم د بودجې له شدید کمښت سره مخامخ دي او ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال لپاره د مرستو رسولو په پار د څه باندې ۲.۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، خو د دې بودجې یوازې ۱۲ سلنه په واک کې لري. امریکا چې افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد و، واک ته د ډونالډ ټرمپ په راګرځېدو سره، دغه هېواد خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې.
اوس اسلامي امارت له دې بحران سره د مبارزې په پار ځینې ګامونه اوچت کړي دي، چې له دې ډلې د سترو اقتصادي پروژو چارو پیلېدل، د اوبو بندونو رغونه او د کرنیزو ځمکو پراختیا یې ښکاره بېلګې دي، څو له دې لارې په سیمهییزه کچه خلکو ته کاري فرصتونه برابر او هېواد کې د بېوزلۍ او وزګارۍ بحران کابو کړي. تازه اسلامي امارت قطر هېواد سره یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې دوه زره افغان ماهر کارګر یاد هېواد ته ولېږل شي، هغه ګام چې ښایي اقتصادي فشار کم او د بېکارۍ او بېوزلۍ لمن تر یوه بریده ټوله کړي.
د طبیعي بحرانونو پر وړاندې د خلکو پیوستون
د ټولنیزو ننګونو ترڅنګ، د بحرانونو پر وړاندې د خلکو پیوستون هم تېرو څلورو کلونو کې له مهمو او مثبتو ټولنیزو پېښو ګڼلی شو. په دې څلورو کلونو کې د افغانستان خلک له بېلابېلو طبیعي او غیر طبیعي بحرانونو سره مخ وو؛ له زلزلو نیولې تر سېلابونو او کډوالۍ. په دې بحرانونو کې دا د افغانستان خلک وو، چې له پښتون نیولې تر تاجک او له هزاره تر ازبک د زیانمنو ترڅنګ ودرېدل او هر څه یې چې په واک کې لرل، له زیانمنو یې ونه درېغول. په ۱۴۰۲ کال کې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د مرګونو زلزلو پر مهال، خلکو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د زیانمنو کورنیو مرستې او لاسنیوي ته را ودانګل. د ۱۴۰۳ کال د مرګونو سیلابونو پر مهال هم خلکو د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل او د زیانمنو لاسنیوی یې وکړ. همداراز د روان کال په لړ کې خلکو لاسونه سره یو او له پاکستان او ایرانه یې د راستنېدونکو هېوادوالو لاسنیوي ته ودانګل.
لیکوال حمیدالله مفید په دې اړه آفاق سره خبرو کې وویل: «هیله من یم، چې د یو بل په منلو سره، ټول قومي، ژبني، سمتي، فرهنګي او نورو اختلافاتو ته د پای ټکی کېښودل شي او ځای یې مینه، ورورولي او دوستي ونیسي.»
افغانستان کې د زدهکړو وضعیت
په تېرو څلورو کلونو کې د زدهکړو مسئله هم یوه جنجالي ټولنیزه پدیده وه او تر اوسه تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلې ده. د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو مسوولین وایي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو خلاصون د مناسبو شرایطو په رامنځته کولو سره د علماوو تر پرېکړې مشروط دي. د اسلامي امارت مسوولینو دا ګام لنډمهاله بللی او ویلي یې دي، چې د شرعي او فرهنګي چوکاټونو له جوړېدو وروسته به، ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پرمخ پرانیزي. د چارو شنونکي هم په دې باور دي، چې کورني او نړۍوال فشارونه او د ټولنې شته اړتیاوې به، اسلامي امارت وهڅوي، څو د نجونو پرمخ د ښوونیزو بنسټونو دروازې پرانیزي.
د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه محمد سلیم پیگیر د زدهکړو وضعیت په اړه داسې لیدلوری لري: «سمه ده چې د تېرو څلورو کلونو پر مهال د هلکانو پرمخ مدرسې او ښوونځي خلاص وو، خو دا د افغانستان د راتلونکي لپاره بسنه نه کوي. موږ باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ټولو پر مخ پرانیزو، په ځانګړي ډول نجونو پرمخ. ځګه افغانستان روغتیاپالانو او نرسانو ته سخته اړتیا لري، که د ښوونیزو بنسټونو دروازې خلاصې شي، اسلامي امارت به له نړۍوالو نیوکو خلاص شي.»
بلخوا، د هلکانو پرمخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او دیني مدرسو دروازې پرانیستې دي او ان تر دې چې ځینې محصلین د لوړو زدهکړو په موخه له هېواده د باندې هم استول شوي دي، چې دا د زدهکړو په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو ښکارندویي کوي. په تېرو څلورو کلونو کې، اسلامي امارت په ښوونیز نصاب کې هم بدلونونه راوستي دي او تر ډېره په دیني مضامینو تمرکز شوی او غیر ضروري مضامین له درسي نصابه حذف شوي دي. پوهنې وزارت د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې ۲۱ زره او ۲۵۷ بابه مدرسې او همداراز ۱۸ زره او ۳۳۷ ښوونځي فعال دي.
د ګرځندوی وضعیت
د ګرځندوی صنعت وده هم وروستیو څلورو کلونو کې یوه له مهمو ټولنیزو مسایلو ده. دا صنعت چې د یوه هېواد مهمه اقتصادي او فرهنګي سرچینه ګڼل کېږي؛ د ملتونو د تمدن، تاریخ او فرهنګ پېژندنې په برخه کې اساسي رول لري. دا صنعت نه یوازې چې د عاید او کاري فرصتونو برابرېدو سرچینه ده، بلکې د بېلابېلو ټولنو او ملتونو ترمنځ ارتباطي پُل او د سولې او تفاهم پیاوړتیا لپاره یو فرصت هم ګڼل کېږي. په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د ګرځندوی صنعت د نا امنیو، جګړو او کافي زېربناوو نشتون له امله له رکود سره مخ و؛ خو له سیاسي بدلون وروسته، یو مهم بدلون په ټول هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت او د نا امنیو لمنې ټولېدل وو. دا چاره د دې لامل شوه، چې د ګرځندوی صنعت بیاځلي وده وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خُبیب غُفران وایي، چې د واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې شاوخوا ۲۴ زره بهرني سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی او د هېواد له تاریخي، لرغونو، مذهبي او فرهنګي سیمو یې لیدنه کړې ده.
او وروستی مورد هم دا چې، د روان ۱۴۰۴ کال د زمري په ۱۲مه د بهرنیو سیلانیانو یوه ۱۶ کسیزه ډله د موټرسایلکونو په وسیله د تورخم له لارې د افغانستان بېلابېلو طبیعي جاذبو لیدلو په موخه هېواد ته راغله.
پایله
که څه هم افغانستان د تېرو څلورو کلونو په موده کې له بېلابېلو بحرانونو سره لاس او ګریوان و، خو په ټولنیزه برخه کې پر لاسته راوړنو او هڅو هم سترګې نشو پټولی. د چارو شنونکي وایي، چې افغانستان لا هم له سختو ازموینو سره مخ او ننګوونکو پړاوونو په تېرېدو دی، خو د دې فشارونو سره سره، لا هم د ټولنې جوړونې او پیاوړتیا غږ نه دی غلی شوی.