د مخابراتي خدمتونو له بیا فعالیت د ملګرو ملتونو هرکلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په هېواد کې د انټرنیټ ۴۸ ساعته پریکېدل له ره مخ شوي. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې دې اقدام بحران رامنځته کړی. نوموړي اړیکو، روغتیايي خدماتو، بانکي نظام او ټرانسپورټي سکتور ته په اشارې سره ویلي وو چې پر دې پریکړه باید ژر تر ژره بیا کتنه وشي که نه هېواد ته به زیان ورسوي.

زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه په دې اړه زیاته کړې: «دا اقدام په اړیکو، روغتیايي خدماتو، بانکي نظام او ټرانسپورټي سکتور کې د ګډوډي لامل شو او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «د افغانستان اسلامي امارت دا ځل درک کړې، چې له انټرنېټ پرته نه حکومتي چارې په ښه توګه پرمخ تللی شي، نه سیاسي مسایل په ښه توګه مدیریت کېدای شي او نه هم افغانستان د خلکو اقتصادي چارې پرمخ تللی شي.»

په هېواد کې د انټرنیټ له بیا فعالېدو وروسته، د افغانستان په بشري چارو کې ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ وویل چې د انټرنیټ پریکېدل ژوند ګډوډوي، حقوق نقض کوي او معلوماتو ته لاسرسی پرې کوي، د نوموړي په وینا دا ډول اقدام هیڅکله نه باید ترسره شي. ریچارد بنت د انټرنېټ بندېدو په غبرګون کې ویلي: «د انټرنیټ پرې کېدو ژوند ګډوډوي، حقوق نقض کوي او معلوماتو ته لاسرسی پرې کوي دا ډول اقدام هیڅکله باید ونه شي.»

دغه راز د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د انټرنیت له بیا نښلېدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د انټرنیټ پرې کېدو پر اقتصادي ثبات، ولسي حقوقو او معلوماتو ته پر لاسرسي منفي اغیزې کړي. سټیفن دوجاریک په دې اړه زیاته کړې: «د انټرنیټ پرې کېدو پر اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو پر بد وضعیت، بیان آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي پر حق منفي اغیزې درلودې.»

په ورته مهال، اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په ټول هېواد کې د انټرنیټ ۴۸ ساعته پریکون ډیرې برخې له هغې ډلې روغتیا، اقتصاد، له نړۍ سره اړیکې، د الوتنو سیسټم، بانکي نظام، د پاسپورټ او بریښنايي پیژندپاڼو ویش له ستونزو سره مخ کړی و.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «په داسې وضعیت کې ټولنه فلج کېږي؛ ځکه نه فرد کولی شي خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ یوسي او نه هم هم کاروبار په ښه توګه پرمخ وړل کېږي. په دا څو ورځو کې چې انټرنېټ بند و، افغانستان ته میلیاردونه افغانۍ زیان ورسېد.»

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې په ټول هېواد کې د نا معلوم دلیل له امله انټرنیټ پرې شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *