د عاشورا تاریخي پېښه؛ د ظلم پر وړاندې د حق الهام‌بښونکی خوځښت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: نن د محرم لسمه د عاشورا ورځ ده، دا ورځ د اسلام په تاریخ کې د یوې سترې او مانا لرونکې پېښې کیسه بیانوي. د نړۍ مسلمانان دا ورځ د بېلابېلو دیني مراسمو او مناسکو په ترسره کولو لمانځي. په دې ورځ د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) لمسی امام حسین (رض) له خپلو ۷۲ ملګرو سره د کربلا په دښته کې شهیدان شول.

په افغانستان کې هم دا ورځ اهل‌بیت ته د درناوي او وفادارۍ په پار لمانځل کېږي او خلک د مذهبي مراسمو او ماتمونو په ترسره کولو، د دې ورځې یاد او پیغام تازه کوي. د پوهنتون استاد سید مصطفی مرتضوي د دې تاریخي پېښې په اړه وایي: «محرم یوه له هغو حرامو میاشتو ده، چې د تاریخ په اوږدو کې په دې میاشت کې ډېرې مهمې پېښې رامنځته شوې؛ هم د اسلام په وخت کې او هم له هغې مخکې. خو تر ټولو مهمه پېښه، چې په محرم میاشت کې رامنځته شوې، د ۶۱ هجري کال پېښه ده؛ هغه پېښه چې امام حسین (رض) او د هغه یاران پکې شهیدان شول.»

د دې ورځې له را رسېدو سره هم‌مهاله، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخواني حکومت پر مهال د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله او د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظری، په جلا- جلا پیغامونو کې د دې ورځې په تړاو تسلیت ویلي او د عاشورا پیغامونو پر ژوندي ساتلو یې ټینګار کړی دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي په دې اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «مسلمانان د عاشورا په لمانځلو او د امام حسین (رض) د یاد او نامه په تازه کولو سره، خپل معنویت، یووالی او انسجام پیاوړی کوي. د افغانستان متدین ولس هم هر کال د یووالي او ورورۍ په فضا کې د عاشورا لمانځنه کوي او د رسول الله (ص) د کورنۍ مینه د وحدت، ورورولۍ او همغږۍ محور بولي. له همدې امله، افغانستان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اتحاد او همدلی بریالی مثال بلل کېږي.»

د ملي روغې جوړې پخواني مشر عبدالله عبدالله بیا عاشورا د ملي یووالي ټینګښت لپاره غوره فرصت بولي او زیاتوي: «د دې ورځې لمانځنه د افغانستان د خلکو د همدلۍ، یو بل منلو او یووالي لپاره غوره فرصت دی. هیله من یم، چې سږ کال د کربلا دردناکې پېښې د شهیدانو د یاد په تازه کولو او لمانځلو سره، زموږ د خلکو ترمنځ د یووالي، ملي همغږۍ او متقابل درناوي روحیه پیاوړې شي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري د عاشورا فلسفې او امام حسین (رض) د پاڅون په اړه داسې لیدلوری لري: «د امام حسین علیه‌السلام د پاڅون فلسفه د ټولنې اصلاح، د دیني ارزښتونو دفاع، د ټولنیزې عدالت ساتنه او د انحرافاتو مخنیوی و. موږ هم مسوولیت لرو چې دا ارزښتونه وساتو. د عاشورا لمانځنه د عدالت، زغم، یواللي او ملي همغږۍ لپاره یوه موقع ده.»

یو شمېر دیني علمان په دې باور دي، چې دا ورځ د ظلم پر وړاندې د درېدو، د دیني ارزښتونو ساتنې او د مسلمانانو ترمنځ د عدالت ټینګښت ورځ ده. دیني عالم فضل‌ هادي وزین د عاشورا تاریخي پېښې په اړه آفاق خبري آژانس ته زیاتوي: «د عاشورا پاڅون یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې دا د مسلمانانو او د نړۍ د ټولو خپلواکو انسانانو لپاره د عدالت، د ظلم پر ضد مبارزې او د حق لپاره د درېدو الهام‌بخښونکی خوځښت دی.»

بل دیني عالم حسیب‌الله حنفي بیا د عاشورا ورځې او امام حسین (رض) د پاڅون په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا یوه تاریخي ورځ ده او موږ مسلمانانو ته دا پیغام را کوی، چې دا پاڅون یوازې د ظلم، دښمنۍ او وحشت پر وړاندې نه، بلکې له عدالت او حق د ملاتړ په پار و. د دې ورځې پیغام دا دی چې مسلمانان باید هېڅکله د ظلم پر وړاندې تسلیم نشي او تل باید د حق لپاره مبارزه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې د عاشورا مراسمو د امنیت ټینګښت ډاډ ورکړی او په خبره یې، امنیتي ځواکونو اړین امنیتي تدابیر نیولي دي. د ویلو ده، چې دا ورځ نه یوازې په افغانستان، بلکې په ایران، عراق، لبنان، پاکستان، هند، بحرین، سوریه او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد