آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې وایي، چې وچکالۍ د هېواد ۱۹ ولایتونه سخت ځپلي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د وچکالۍ له امله نه یوازې په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ کموالی راغلی، بلکې د څارویو لپاره څړځایونه هم وچت شوي او د دغو ولایتونو اوسېدونکي، چې کرنه او مالداري یې د عاید یوازینۍ سرچینه وه، سخت زیانمن شوي دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د دې ستونزې د هواري لپاره کوټلي ګامونه اوچت نشي، ښایي خلک له لوږې او د ژوند له سختو کړاوونو سره مخ شي.
له دې سره هممهاله، د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه یو له زیانمو هېوادونو دی او په خبره یې، له دې بدلونونو سره د مبارزې په دې برخه کې هېڅراز چمتووالی هم نه لري. د چاپېریال ساتنې کارپوه طاهر ماموندزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا مسله د اندېښنې وړ ده او همداراز وچکالي کولی شي نورو ولایتونو ته هم وغځېږي، اسلامي امارت ته په کار ده، چې له نړۍوالو بنسټونو سره په همغږۍ د وچکالۍ په برخه کې کار وکړي او وچکالۍ ته په کتو، د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په اړه غور وکړي.»
د چاپېریال ساتنې بل کارپوه عبدالهادي اڅکزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د هېواد ۲۵ ولایتونه د اوبو له بحران سره مخامخ دي او په ځینو راپورونو کې ان راغلي، چې افغانستان له دې اړخه اغېزمن شوی دی او د دې چارې د مخنیوي لپاره په کار ده، چې لنډمهاله پروګرامونه او اوږدمهاله پلانونه ولري، څو د کوچنیو بندونو او کنالونو په جوړولو سره له یوې سیمې بلې سیمې ته د اوبو لېږد زمینه برابره کړو.»
د چاپېریال ساتنې کارپوه سید محمد سلېمانخېل بیا د وچکالۍ په اړه داسې وایي: «که د دې بحران د کابو کولو لپاره ګام اوچت نشي، له شک پرته چې له یوې انساني فاجعې سره به مخامخ شو. له وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو سره مبارزه د نړۍوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.»
قلیمي بدلونونه د افغانستان پر وړاندې یو له مهمو ننګونو شمېرل کېږي، چې د خلکو پر ژوند او د هیواد پر اقتصاد یې ژور اغېز کړی دی. پرلهپسې وچکالۍ، د اوبو سرچینو کمښت، د سېلابونو راتلو زیاتوالی او د بارانونو د بڼو بدلون یې تر ټولو ناوړه اغېزې دي.