په ۱۴۰۳ کال کې د مرستې رسولو نږدې دوه زره پروژې پلې شوې؛ آیا د خلکو ژوند ورسره بدل شوی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په ټول هېواد کې د مرستې رسولو په برخه کې د یو زر او ۹۰۰ پروژو له پلي کېدو خبر ورکوي.

د ښاغلي حبیب په وینا، له دې ډلې ۶۲۱ پروژې د بهرنیو بنسټونو او یو زر ۳۱۸ پروژې نورې د کورنیو بنسټونو له لوري پلي شوې، چې ټولټال ورباندې ۲۸۳.۳ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند همداراز زیاتوي، چې له دې ډلې ۱۱۶.۲ میلیونه ډالر د تجهیزاتو او معاشونو په برخو او ۱۶۷ میلیونه نور پر پروژو لګول شوي دي.

عبدالرحمان حبیب په دې اړه آفاق ته زیاته کړه: «د هیواد په کچه ۱۹۳۹ پروژې چې ۶۲۱ پروژې یې د بهرنیو انجو ګانو او ۱۳۱۸ پروژې یې بیا د کورنیو انجو ګانو له لوري تطبیق شوي دي په مجموعي ډول د دغو پروژو شاوخوا ۲۸۳.۳ میلیونه دالرو ته رسیږي.‎»

په همدې حال، د اقتصادي چارو کارپوهان د مرستندویه بنسټونو لنډمهاله مرستې هېواد کې د بې‌وزلۍ له منځه وړلو کې ګټورې نه بولي او ټینګار کوي، چې مرستندویه بنسټونه باید د زېربناوو په جوړولو سره د افغانستان خلکو ته د اوږدمهاله مرستو رسولو زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي احمد فردوس بهګزین په دې اړه آفاق ته وویل: «که وکولای شو دنیا ته قناعت ورکړو ځکه نړیواله ټولنه فکر کوی چې بشری مرستې یوازی غوړي او وړه دي، و د زیر بنا په برخه کې ډيره اړینه ده چې مسولین ډیره پاملرنه وکړي او دنیا ته قناعت ورکړي چې د زیربنا برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي ایرج فقیري زیاته کړه: «د افغانستان اوسني حالت ته په کتو سره موږ که هرڅومره په دقت عمل او اوږد مهاله برنامې ولرو، په افغانستان کې زیربناوو ولرو، دا به ډير ښه‌والی ولري، د نړیوالې ټولنې له دې لنډ مهالو مرستو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال، هېواد کې ۸۵۹ کورنیو او بهرنیو بنسټونو په بېلابېلو سکتورونو لکه مصونیت، کرنې او مالدارۍ، روغتیا، ښوونې او روزنې او طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخو کې فعالیت درلود.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد