د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال له وري میاشتې د سلواغې تر وروستۍ نېټې کابو ۶۲ زره او ۸۹۳ کسان کورنۍ په خپله خوښه یا هم جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاتوي، چې له دې ډلې، ۲۰ زره او ۴۱۵ کورنۍ له پاکستان، ۴۲ زره او ۲۹۳ کورنۍ له ایران او ۱۸۰ کورنۍ له ترکیې هېواد ته راستنې شوې دي.
عبدالمطلب حقانی وکډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: «د روان کال د لومړۍ میاشتې څخه د سلواغې تر وروستۍ نیټې کابو ۶۲ زره او ۸۹۳ کسان کورنۍ په خپله خوښه یا هم جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي، چې فردی تعداد یې ۲۸۰زرو ته رسیږي.»
بل پلو پاکستان کې ځینې افغان کډوال د اوسېدو له سختو شرایطو سر ټکوي او په خبره یې، دا مهال په خپلسري ډول د نیول کېدو، ناوړه چلند او جبري شړل کېدو له ګواښونو سره مخ دي.
احسانالله احمدزی پاکستان کې افغان وایي: «په اوسني حالت کې، په پاکستان کې افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په شمول د اقتصادي ستونزو، د ویزې ستونزې، او امنیتي ستونزې.»
ظاهر بهاند پاکستان کې افغان په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول کیږي، شکنجه کیږي او حتی بندیان کیږي.»
په ورته وخت کې د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغان کډوالو د حقونو خوندیتوب لپاره زیاتې هڅې وکړي.
دوی د کوربه هیوادونو لهخوا په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل، د بشر حقونو ښکاره سرغړونه یادوي.
محمد خان طالبي محمدزی د کډوالو د حقونو فعال زیاتوي: «د افغانستان د اوسني منځیني وضعیت له امله، ځینې کوربه هیوادونه، په شمول د پاکستان حکومت، له دې وضعیت څخه ګټه پورته کوي او افغان کډوال له هیواده شړلو ته اړ باسي. دا د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د هیواد ۴۷ افغان بندیانو د خلاصون او هېواد ته د راستنېدو خبر ورکړ.