کورنیو چارو وزارت: په هرو درېیو میاشتو کې ۱۵ زره روږدي د درملنې مرکزونو ته لېږدول کېږي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي آفاق خبري آژانس ته وايي چې یاد معینیت په هرو درې میاشتو کې په ټول هېواد کې پر نشه یي توکو شاوخوا ۱۵ زره روږي راټول او د درملنې لپاره روغتونونو ته لیږدوي. سیب‌الله احمدي زیاتوي: «په هرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۵ زره روږدي کسان را ټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول کېږي.»

په ورته مهال، اماني صندوق د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت چې دمګړۍ په قطر کې فعالیت لري په افغانستان کې یې د روږدو د درملنې له مرکزونو د ملاتړ او بیړنیو خدماتو په موخه دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده. د اماني صندوق د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «ایټالیا په افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدو د درملنې لپاره دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکی وحید احمد فراهي بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې دا مرستې د دې پدیدې د کابو کولو او له منځه وړلو لپاره کافي نه بولي او زیاتوي: «د دې بحران کابو کولو لپاره یوازې نړۍوالې بشري مرستې بسنه نه کوي، اړتیا ده د دې لپاره څو اړخیز او جامع سیاست پلی شي، څو وکولی شي دا پدیده په بشپړ ډول مهار کړي.»

په ورته مهال د اقتصاد وزارت مرستیال په هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره د ایټالیا له مرستې په هرکلي سره له نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې پر دې سربیره دې د هېواد په ختیځ کې د زلزله ځپلو د ملاتړ او افغانانو د راستنېدو برخه کې هم مرسته وکړي. د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «موږ هېواد له دې مرستې مننه کوو او له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غواړو، چې د دې ترڅنګ، له ګاونډیو هېوادونو زموږ ګرانو راستنېدونکو هېوادوالو سره او همداراز د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو سره هم مرستې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ژمي په درشل کې د کډوالو بیرته راستنېدو څپې، پرله پسې وچکالۍ او د هېواد ختیځ کې وروستیو زلزلو او د روږدو درملنې ته په پام بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *