آفاق خبری آژانس؛ کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د هېواد د زعفرانو په حاصلاتو زیاتوالی راغلی دی.
ښاغلی مستعین زیاتوي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې پر ۹ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي، چې حاصلات یې ۴۰ مټریک ټنو ته رسېږي او ۹۰ سلنه حاصلات یوازې له هرات ولایت را ټول شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: “په ١٤٠٣ لمريز کال کې د هیواد په ديرشو ولایتونو کې د زعفرانو تر کښت لاندې ځمکه نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ته رسیدلې په ١٤٠٢ کال کې دا مساحت اته زره او ۳۹۴ هکټاره وه، له دغو کروندو څخه شاوخوا ٤٠ متريک ټنه زعفران راټول شوي دي.
مصباح الدین مستعین د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاتوي، چې د معیاري لابراتورونو جوړول، د زعفرانو نندارتونونو پرانېستل او د بازار موندنې لپاره په ملي او نړیوالو نندارتونو کې د هیواد د زعفرانو وړاندې کول، د دغه وزارت له لومړیتوبو څخه دي.
نوموړي په دې اړه آفاق ته وویل: “به دې ترڅ کې د زعفرانو د معياري لابراتوار جوړول، د زعفرانو جشنواره جوړول او په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان د زعفرانو نندارې ته وړاندې کول هغه فعالیتونه دي چې د بازار موندې په موخه ترسره شوي دي.”
ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکی عیسی مبارز وایي، چې د زعفرانو کښت هېواد کې د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل دی.
عیسی مبارز زیاته کړه: “زموږ زعفران باید په داسې نرخونو خرڅ شې لکه څنګه کئ کوکنار خرڅېدل د کوکنارو د کرکيلې یوه د تعويذ یا عوض کولو لاره همدا وه چې موږ او تاسو زعفران وکرل زعفران ښه تولید ده او ښه عواید لري.”
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په بلجیم کې د افغانستان زعفران د یوې نړیوالې موسسې لهخواه د نهم ځل لپاره د نړۍ لوړ کیفیت لرونکي زعفرانو په توګه پېژندل شوي وو.