د کابل ښاروالۍ مسوولینو د دې ادارې د یو کلنو لاستهراوړنو او کارکړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د دې ادارې مسوولین وایي، چې په ۱۴۰۴ کال کې یې د ښاري خدمتونو، پاکوالي او اداري تاسیساتو په برخو کې مهم ګامونه پورته کړي دي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او د چاپېریال ساتنې مرستیال، محمد خالد سجستاني، په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې ټولټال ۴۵۰ کیلومتره نوې سړکونه جوړ شوي، چې له دې ډلې ۱۳۷ کیلومتره یوازې په تېر کال کې جوړ شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دوی له مهمو لاستهراوړنو څخه یو هم د اسنادو او جوازونو د ترلاسه کولو لپاره د یو واحد مرکز جوړول دي.
همداراز په دې ناسته کې، د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي وویل چې د ښار په اتو ناحیو کې د پتو د لټون (ادرس سیستم) د جوړولو چارې روانې دي. د هغه په وینا، په همدې موده کې له ښاره ۵۰۶ زره ټنه کثافات راټول شوي او سربېره پر دې، ۱۱۶۷۵ کوڅهیي سپي هم راټول او خسي شوي دي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین ټینګار کوي چې په روان کال کې د سړکونو او هوایي پُلونو جوړول د دوی له مهمو پروګرامونو دي، چې ژر به یې چارې پیل شي.
