کابل ښاروالي: د روان کال په زېربنایي پروژو کې ۲۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: کابل ښاروالي وایي، چې د ۱۴۰۴ کال په لړ کې یې د زېربنایي پروژو په پلي کېدو سره، پلازمېنه کې شاوخوا ۲۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د دې ادارې د نشراتو مسوول واسع‌الله زاهد زیاتوي، چې پر دې پروژو ټولټال ۸.۱۲ میلیارده افغانۍ لګښت راغلی او د ښاروالۍ له بودجې ورکړل شوی دی. د ښاغلي زاهد په خبره، کابل ښاروالۍ د روان کال په لړ کې ۲۵۸ زېربنایي پروژې په پام کې نیولې، چې له دې ډلې ۱۷۰ یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

واسع‌الله زاهد زیاتوي: «که د دې پروژو لګښت ته وګورو، نږدې ۸.۱۲ میلیارده افغانۍ دی او د کابل ښاروالۍ د داخلي عوایدو له بودجې ورکول کېږي. همدارنګه، یو شمېر نورې پروژې هم د کابل ښاروالۍ ته د مرسته کوونکو نړیوالو بنسټونو له خوا سپارل شوې دي. د زیربنایي پروژو د پلي کېدو په نتیجه کې شاوخوا ۲۵ زره د کابل اوسېدونکو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.»

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، جې د دا ډول پروژو پلي کېدل د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري. د دوی په خبره، د کاري فرصتونو برابرېدل او د زېربناوو پراختیا د دې پروژو مثبتې پایلې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم‌زی آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «په افغانستان کې د سرچینو او اقتصادي زیربناوو پانګونه کولای شي د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسي رول ولوبوي. همدارنګه، د پانګونې وده د کار د ایجاد، د بې‌وزلۍ د کمېدو او د اقتصادي او ټولنیز ثبات د ټینګښت لامل ګرځي. په ټوله کې، دا کولای شي افغانستان له وابستګۍ وباسي او هېواد د ځان‌بساینې او پرمختګ پر لور بوزي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی واحدالله فراهي بیا په دې اړه زیاتوي: «که موږ وکولای شو په خپلو اقتصادي برخو کې لا زیاتې پانګونې وکړو چې د اقتصاد اصلي د ملا تیر ګڼل کېږي او همدارنګه که په زیربنايي برخو کې چې شاوخوا پنځه سلنه زموږ د ناخالصو تولیداتو برخه جوړوي نورې پانګونې وشي، نو کولای شو اغېزمنه وده او پرمختګ رامنځته کړو.»

د ویلو ده، چې د کابل ښاروالۍ د ۲۵۸ پروژو له ډلې، ۱۲۷ یې د سړکونو جوړولو او پاتې نورې یې د کانالونو، د ښار سمسورتیا، استملاک او تنظیف په برخو کې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *