په ټولنه کې د نظم ټینګښت هڅې؛ پنځو میاشتو کې ۵۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ستره محکمه آفاق خبري آژانس ته د شمېرو په ورکولو سره وایي، چې تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې، پر شاوخوا ۵۱۶ کسانو د تعزیري سزا حکمونه پلي شوي دي. د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد زیاتوي، چې دا کسان په بېلابېلو جرمونو، له هغې ډلې قتل، له کوره تېښتې، غلا، اخلاقي فساد، رشوت، د مخدره توکو استعمال او قاچاق او همداراز د اسلامي نظام پر وړاندې تبلیغاتو په تور مجازات شوي دي.

عبدالرحیم راشد د دې حکمونو د پلي کېدو په اړه زیاتوي: «د اسلامي امارت د محاکمو د فیصلو له مخې، په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د بېلابېلو غیر شرعي اعمالو، لکه غلا، له کوره تېښتې، اخلاقي فساد، زنا، لواطت، مخدره توکو استعمال او قاچاق، د اسلامي نظام پر ضد تبلیغاتو، قمار بازۍ او نورو جرمونو په تور شاوخوا ۵۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.»

په همدې حال، یو شمېر دیني عالمان وایي، که په یوه ټولنه کې تعزیرات نه وي، د جرمونو پر وړاندې به د خلکو ځان، مال او آبرو خوندي نه وي. د دوی په باور، په عادلانه توګه د تعزیري سزاګانو عملي کول، د جرمونو کمښت په برخه کې یو ضروري امر دی.‎

دیني عالم حزب‌الله زاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «د تعزیري سزاوو پلي کول، له یوې خوا د مجرم د اصلاح زمینه برابروي او هغه د ژوند سم مسیر ته را بولي او له بلې خوا ټولنه کې نظم ټینګوي. دا چاره د هېوادوالو ترمنځ د اطمینان احساس رامنځته کوي او د امنیت حس پیاوړی کوي.»

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر سلګونه کسانو د تعزیري سزا حکمونه عملي شوي دي. د سترې محکمې د چارواکو په وینا، دا چاره د جرمونو کمښت او په ټولنه کې د نظم ټینګښت په برخه کې اغېزمنه ثابته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *