په امنیتي ارګانونو کې د نظم راوستو هڅې؛ د یونیفورم اغوستل جبري شول

آفاق خبري آژانس؛ کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، چې د رهبري غونډې له پرېکړې او د یاد وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني له تائید وروسته، ټولو نظامي منسوبینو ته سپارښتنه شوې، چې له دې وروسته په رسمي وخت کې د اسلامي امارت مشر له لوري منظور شوی یونیفورم واغوندي. د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه د خلکو له لوري د پولیسو د اسانه پېژندنې او همداراز د وزارت د اغېزمنو دندو لکه امنیت ټینګښت، د قانون پلي کېدو او له جرمونو سره مبارزې په پار، شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت‌الله نجیب د دې پرېکړې په اړه وایي: «دا چې د عامو خلکو لپاره سهولت وي، د دې لپاره چې امنیتي مسوولین، امنیتي منسوبین او نظامي مجاهدین په ښه توګه وپېژني، نو په دې باندې ضروري ده، کوم چې د امیر المومنین صاحب حفظه‌الله تعالی حکم د یونیفورمنظوري ده، نو ټول باید دا په نظر کې ونیسي.»

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې دا پرېکړه د نظم او امنیت ټینګښت، د خلکو له لوري د امنیتي ځواکونو تشخیص او د اسلامي امارت له نامه او یونیفورم د ناوړه استفادې مخنیوي په پار، غوره ګام دی. د پوځي چارو شنونکی سید عبادالله صادق، د کورنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا یو مثبت ګام او هغو د نظامي ارګانونو په اړه، چې د حکومت په تشکیل کې کار کوي، عالي پرېکړه ده. د دغو ځواکونو دنده ډېره حساس او مهمه ده. دا باید داسې وي، چې خلک پوه شي، چې دا یونیفورم د پولیس ته که د ملي اردو، دا موټر د کورنیو چارو وزارت دی که د کوم بل امنیتي ارګان. دا ټول په حکومتي چوکاټ کې د یوه پوځي ارګان نظم او دسیپلین په ډاګه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هېوادوالو د امنیتي ځواکونو یونیفورم له نشتون شکایت درلود او دغو ځواکونو ته یې د مشخص یونیفورم د ورکړې غوښتنه کړې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد