ټولنه کې د عدالت ټینګښت هڅې؛ سترې محکمې ۵۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ستره محکمه آفاق خبري آژانس ته وایي، چې وروستۍ یوه میاشت کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پر ۵۶ کسانو د تعزیري سزا حکمونه عملي شوي دي. د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد زیاتوي، چې دا کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو او د محاکمو له قانوني پړاوونو وروسته، پرې د تعزیري سزا حکمونه تطبیق شوي دي.

د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد آفاق خبري آژانس ته زیاتوي: «د روان هجري قمري کال د محرم الحرام په میاشت کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو فراه، ننګرهار، کابل، کاپیسا، فاریاب، غزني بلخ، سرپل، پکتیا، کونړ او تخار کې د بېلابېلو جرمونو له امله په شاوخوا ۵۶ مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزا حکمونه تطبیق شوي دي.»

اخوا بیا د دایکندي ابتدایي محکمې جزایي دیوان له لوري یوه ښځه د نا مشروع اړیکو په تور په یوه کال اجرایي حبس او ۳۹ دُرو محکومه شوې ده. دا حکم د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوی دی.

خو پوښتنه دا ده، چې د یوې قانوني وسیلې په توګه د تعزیري احکامو تطبیق کولی شي د جرمونو په کم‌والي کې اغېزناک رول ولري کنه؟

د پوهنتون استاد شیرآقا روحاني د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «تعزیري جرمونه هغه جرمونه دي، چې د هغه په اړه پرېکړه او صلاحیت مسلمانو حاکمانو ته سپارل شوي دي. په دې توګه، مسلمان واکمن د نظم ټینګښت، انضباط او ټولنې سلا په پار، پر مجرمینو تعزیري سزاګانې تطبیقوي، څو وکولی شي په ټولنه کې نظم ټینګ شي.»

حقوق‌پوه میر عبدالواحد سادات بیا د تعزیرې سزا او جرم تثبیت په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «جزا هله مانا پیدا کوي، چې جرم تعریف شي؛ ځکه کله چې یو کس د جرم په کولو تورنېږي، هغه عمل باید په قانون کې تعریف شوی وي. د حقوقي اصولو او همداراز شرعي اصولو پر بنسټ، هېڅوک د جرم په ترسره کولو نشو تورنولی، څو چې یو عمل په قانون کې نه وي ثبت شوی. هېڅوک نشو نیولی، خو په هغه صورت کې یې نیولی شو، چې د هغه څرنګوالی په قانون کې بیان شوی وي.»

د اسلامي امارت له لوري د اسلامي او عدلي نظام په چوکاټ کې د تعزیري سزا احکامو پلي کول، د عدالت ټینګښت، د جرمونو مخنیوي او د ټولنیز نظام ساتلو په برخه کې د اسلامي امارت د جدي ژمنتیا ښکارندویي کوي. ستره محکمه په شفاف ډول د حکمونو په تطبیق سره هڅه کوي، څو پر قضایي بنسټونو د خلکو باور زیات او په ټول هېواد کې د قانون منلو فرهنګ بنسټیز شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد