واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته؛ ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ تأسیس شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وایي، چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې او د هېواد په رسمي نقشه کې زیاتې شوې دي. د دغه وزارت مرستیال صدراعظم عثماني، همداراز په دې پروګرام کې زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې د ۱۱۸ نړۍوالو بنسټونو له لوري د دغه وزارت پر انکشافي پروژو نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالر لګول شوي دي.

د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، تېر کال په ټول هېواد کې د کرنې پراختیا وجهي صندوق له لوري د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور لپاره مالي تمویل برابر شوی دی. صدراعظم عثماني په دې پروګرام کې زیاته کړه: «موږ له کروندګرو غواړي، چې دا سکتور په خپلو پښو ودروي. وروستي یوه کال کې زموږ وزارت د کرنې پراختیا وجهي صندوق له لوري د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور لپاره اسلامي مالي تمویل برابر کړی دی.»

د دغه وزارت کفیل او مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۵ زره د چرګانو فارمونه جوړ شوي، چې په دې فارمونو کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین زیاتوي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره کروندګرو ته وېشل شوي او ۴۹۳ تحقیقي تجربې په عملي فارمونو کې تطبیق شوې دي.

په ورته وخت کې د دغه وزارت مالي او اداري معین په دې پروګرام کې ویلي، چې تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا یو میلیارد او ۳۲۳ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي. د هغه په وینا، په تېر کال کې ۸۶ انکشافي قراردادونه د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شوي دي. آغاجان (حاجي سالم) د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې زیاتوي: «په ۱۴۰۳ کال کې کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ټوله کې د هېواد په کچه یو میلیارد او ۳۲۲ زره او ۸۰۰ افغانۍ عواید را ټول کړي دي. دا یو ستر ګام دی؛ ځکه کرنې وزارت یو خدماتي وزارت دی، چې باید خدمات وړاندې کړي، خو پر خدماتو سربېره، دغه وزارت د عوایدو په برخه کې هم ستره لاسته راوړنه درلوده.»

د دغه وزارت د استملاک عمومي رییس عبدالعلي عمري، بیا په دې پروګرام کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۲۵۵ زره جریبه ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده. ښاغلي عمري زیاته کړې، چې د قوش‌تیپې کانال په اوږدو کې د صنعتي کمپلکسونو جوړولو لپاره د ۲۰۰۰ هکټاره ځمکې سروی او تصفیه ملي پراختیا شرکت ته د سپارلو په موخه پیل شوې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استملاک عمومي رییس عبدالعلي عمري په دې پروګرام کې زیاته کړې: «د قوش‌تېپې کانال په اوږدو کې ملي پراختیا شرکت ته د کرنیز او صنعتي کمپلسکونو جوړولو په موخه د ۲۰۰۰ هکټاره ځمکې سروې او تصفیه پیل شوې ده.»

د دغه وزارت مسوولینو همداراز په دې پروګرام کې ویلي، چې د طبیعي سرچینو په برخه کې څه باندې ۹ میلیونه جریبه ځمکه سروې شوې او ۱.۷ میلیونه جریبه ځمکه بانک کې ثبت شوې ده. دغه راز د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او احیا په برخه کې څه باندې ۳۰ میلیونه هکټاره ځمکه مدیریت شوې ده. د کرنې وزارت مسوولینو همداراز زیاته کړې، چې تر ۱۰۰ میلیونه زیات نیالګي کېنول شوي، همداراز تر ځمکه لاندې اوبو کچې لوړوالي په پار د لسګونه کوچني بندونه جوړ شوي او تر ۱۵۰ زره زیات کروندګرو ته د ماشینرۍ عصري زده‌کړې ورکړل شوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد