نن پنجشبنې د فبرورۍ (۱۳مه) د راډیو له

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ ده

نن پنجشبنې د فبرورۍ (۱۳مه) د راډیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خٌبیب غفران د دې ورځې په را رسېدو سره وایي، چې دا وزارت د رسنیو ملاتړی بنسټ دی او د رسنیو د پرمختګ لپاره یې په ټول هېواد کې هڅې کړې دي.
ښاغلي غفران زیاته کړې، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۳۴ غږېزې رسنۍ فعالې دي، چې له دې ډلې ۳۳ یې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته فعالې او جوازونه اخیستې دي.
که څه هم هېواد کې ګنې انځوریزې او چاپي رسنۍ فعالې شوې، خو راډیو لا هم د خلکو منځ کې ځانګړی ځای لري.
کابل راډیو د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال فعالیت پیل کړ او لومړنۍ راډیویي خپرونه هم نږدې سل کاله وړاندې خپره شوه.
کابل راډیو د شېر دروازه غره په لمن کې په لندني کوټه کې فعالیت پیل کړ، هغه ودانۍ چې اوس یې هېڅ اثر نه دی پاتې.
په همدې حال، د یو شمېر راډیوګانو ویاندویان له اسلامي امارته غواړي، چې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی آسانه او په دې برخه کې همکاري زیاته کړي.
د فبرورۍ (۱۳مه) په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو، ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) له لوري د راډیو نړۍواله ورځ ونومول شوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد