د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د سردار محمد داوود خان څلور سوه بستریز روغتون کې د څلورو روغتیایي مرکزونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې له نړۍ سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې افغانستان د نړۍ یوه برخه ده او اسلامي امارت د ملي او اسلامي ارزښتونو او همداراز د متقابل درناوي په پام کې نیولو سره، له نړۍ سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ویلي: «هغه څه چې زموږ له عقیدي او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي، له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکي یوو.»
ښاغلي مجاهد په ډاګه کړې، چې د افغانستان اوسنی حاکمیت هېچاته د دې اجازه نه ورکوي، څو افغانستان یو ځل بیا اشغال او خلک کډوالۍ ته اړ شي.
له دې سره همهاله، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم په دې ناسته کې د (ویانا بهیر) پنځمې غونډې جوړېدو ته غبرګون ښودلی دی.
ښاغلي فطرت ویلي، چې د دې ناستې ګډونوال نور د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي او اوس د نظام پر وړاندې په دسیسه جوړولو بوخت دي.
هغه د ویانا ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي، چې هېڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي او د افغانستان یو موټی ملت نشي وېشلي.
د هېواد لوی درستیز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ اختلافات په کلکه رد او په خبره یې دې ورځو کې د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغات روان دي، خو د افغانستان اسلامي امارت به پر ځای پاتې وي.
د (ویانا بهیر) ناسته چې د روانې اونۍ (سه شنبې، سلواغې ۳۰مه) د اتریش پلازمېنه کې جوړه شوې وه، د اسلامي امارت یو شمېر مخالفو څېرو پکې ګډون کړی و، چې په خبره یې په دې ناسته کې یې د افغانستان د راتلونکي، د ښځو حقونو او ټولګډونه حکومت پر جوړېدو خبرې کړې وې.