آفاق خبري آژانس؛ کابل: له څلور کلن ځنډ، اوږده انتظار او د متقاعدینو له پرلهپسې اعتراضونو وروسته، بالاخره مالیې وزارت اعلان وکړ، چې د متقاعدینو د حقونو ورکړې لړۍ یې پیل کړې ده. د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د یوې میاشتې په اوږدو کې به د نهو ادارو او وزارتونو د متقاعدینو حقوق ورکړل شي. په دغو بنسټونو کې د سټنډرډ ملي اداره، پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره، د بدنې روزنې او سپورت عمومي ریاست، د شهیدانو او معلولینو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون، د چاپېریال ساتنې اداره، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت شامل دي. د مالیې وزارت په خبره، له دې وروسته به د پاتې نورو ادارو حقوق هم په راتلونکی ۲۵ میاشتو کې د مهالوېش له مخې ورکړل شي.
د تقاعد خزانې عمومي رییس محمد رحماني په دې اړه زیاته کړې: «متقاعدین په پنځو کټګوریو وېشل شوي دي. اوله کټګوري چې دا اوس یې د حقوقو ورکړې لړۍ پیل شوې، د دې کسانو ټول اسناد ارزول شوي او دا کسان شاوخوا ۱۵۰ زره دي. د ګڼې ګوڼې مخنیوي او چارو اسانتیا لپاره موږ داسې ترتیب ورته جوړ کړی، چې هره اداره به په خپل نوبت د جوړ شوي مهالوېش له مخې مراجعه کوي او په دې مهالوېش کې ۹ ادارې شاملې دي او هره اداره به په خپل نوبت د تقاعد ترلاسه کولو لپاره راځي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې له څلور کلن ځنډ وروسته د متقاعدینو حقونو ورکړې لړۍ پیل، د دولت او ملت ترمنځ د باور جوړونې په برخه کې مهم ګام دی. د دوی په باور، دا ګام نه یوازې د زرګونه کورنیو د ژوند لپاره هیلهبښوونکی دی، بلکې د سرچینو مدیریت او د ژمنو عملي کولو په برخه کې د حکومت د ټینګ عزم ښکارندویي کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر د متقاعدینو حقونو ورکړې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «متقاعدین د ټولنې یوه برخه ده او په طبیعي توګه اړتیاوو او غوښتنې لري. دا غوښتنې هله کولی شي په بازار کې په اغېزمنه غوښتنو بدلې شي، چې دوی د پېرلو وس ولري. دا غوښتنې د تولید کوونکو لپاره ارزښتناکه انګیزه شمېرل کېږي او د بازار غوړېدا کې مرسته کولی شي.»
په ورته وخت کې، یو شمېر متقاعدین د خوښۍ په څرګندولو سره د دې ګام هرکلی کوي او له اسلامي امارته غواړي، چې د متقاعدینو د حقونو ورکړې بهیر چټک کړي. متقاعد خواجه حبیبالله د خوښۍ په څرګندولو سره آفاق خبري آژانس ته وایي: «موږ له اسلامي امارت زیات خوشحاله یو او له امیرالمومنین مننه کوو. هیلهمن یو چې د هغه فرمان ژر تر ژره عملي شي او راتلونکي پړاونه یې هم پیل کړي؛ ځکه متقاعدین سخته اړتیا لري.»
بل متقاعد عبدالباقي بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د تقاعد حقونو ورکړې پر چټکتیا ټینګار کوي او زیاتوي: «موږ له اسلامي امارته غواړو، چې دا بهیر چټک کړي؛ ځکه متقاعدین خورا سخت اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي او ملاتړ ته اړتیا لري.»
د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د حکم پر بنسټ، د متقاعدینو حقونو ورکړې لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه شوې وه.