آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي هېوادوال، دا مهال د نړۍوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. ښاغلی نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې دغه وزارت زلزله ځپلو ته د سرپناه جوړولو، خوراکی توکو، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او همداراز نورو اړتیاوو برابرولو په برخو کې هلې ځلې کوي.
هغه همداراز ټینګار کوي، چې زلزله ځپلو ته د لومړنیو اسانتیاوو برابرول، د دغه وزارت لومړیتوب دی او له نړۍوالې ټولنې یې هم د مرستو دوام او زیاتوالي غوښتنه وکړه. عبداللطیف نظري آفاق سره خبرو کې زیاته کړه: «زلزله ځپلي د نړۍوالې ټ،لنې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غواړو، چې په دې برخه کې زموږ له ګرانو هېوادوالو سره همکاري وکړي. د اقتصاد وزارت هم هڅه کوي چې د استوګنې او سرپناه، د خوراکي توکو، څښاک اوبو، روغتیایي خدمتونو او همدارنګه د درملنې اسانتیاوو برابرولو په برخه کې کار وکړي، تر څو د زیانمنو شویو هیوادوالو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.»
ختیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته، د کډوالو نړیوال سازمان هم د خپلو بشري مرستو د پراخېدو خبر ورکړی دی. دغه سازمان د یوې ګډې بشري غوښتنې په چوکاټ کې، د ۱۶.۸ میلیون ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. د کډوالو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره به، له بېړنیو مرستو پرته، د زیانمنو شویو کورنیو وضعیت لا پېچلی شي.
د کډوالو نړۍوال سازمان د راپور په یوه برخه راغلي: «د کډوالو نړیوال سازمان د ګډې بشري غوښتنې له مخې، په بیړنۍ توګه د ۱۶.۸ میلیون ډالرو مرسته غوښته کړې ده، څو ۱۳۴ زره زیانمنو شویو کسانو ته، چې ډېری یې بېځایه شوي دي، مرستې ورسوي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي، د ژمي موسم په را نږدې کېدو سره، ختیځ کې د زلزله ځپلو ستونزو ته په کتو وایي، چې د دغو کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته بېړنۍ رسېدنه باید د کورنیو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په لومړیتوبونو کې وي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد سید مسعود زلزله خپلو سره د مرستو همغږۍ په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «سترو هېوادونو یوازې سطحي او محدودې مرستې کړې دي. زما په باور، د افغانستان دولت او نړیوال سازمانونه باید ژر تر ژره یو بل سره اړیکه ونیسي او لازمه همغږي رامنځته کړي، په ځانګړې توګه باید د راتلونکو دوو، درېیو، یا حتی څلورو میاشتو لپاره د مالي مرستو د ځانګړي کولو په برخه کې جدي پریکړې وشي او عملي ګامونه پورته شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله دوه زره او ۲۰۵ تنو ژوند بایلو او درې زره او ۶۴۰ نور ټپیان شول.