آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سرحدي پولیسو ریاست وایي، چې د اسلامي امارت واکمنۍ په لومړیو درېیو کلونو کې په زیاته اندازه د نغدو پیسو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او مخدره توکو د قاچاق مخنیوی شوی دی. د دغه ریاست ویاند عابدالله فاروقي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې په دې موده کې د پنځه میلیونه ډالرو، ۵۰۰ زره درهم، څه باندې ۹۴ میلیونه پاکستاني کلدارو، ۲۲ کیلوګرامه سرو زرو، ۷۲۸ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو او ۵۹۸ کیلو ګرامه مخدره توکي د سرحدي پولیسو له لوري ضبط او مخنیوی شوی دی. ښاغلی فاروقي زیاتوي، چې د قاچاق پر وړاندې مبارزه د سرحدي پولیسو لومړیتوبونه دي.
د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د هېواد سرحدي پولیس توانېدلي په تېرو درېیو کلونو کې په زیاته کچه پیسو له هغې ډلې: د پنځه میلیونه ډالرو، ۵۰۰ زره درهم، څه باندې ۹۴ میلیونه پاکستانۍ کلدارو، ۲۲ کیلوګرامه سرو زرو، ۷۲۸ کیلوګرامه قیمتي ډبرو او ۵۹۸ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه ونیسي.»
په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې سرحدي پولیس د پولو د ساتنې او کنټرول مسوولیت لري او په خبره یې، د دغو پولیسو په ښې روزنې سره د ترهګرو ډلو، مخدره توکو واردولو او نورو امنیتي ګواښونو مخه ډپ کېدای شي.
د پوځي چارو شنونکی غلام سرور نیازی بیا د سرحدي پولیسو د مسوولیتونو او مکلفیتونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «سرحدي پولیس، لکه څنګه چې له نامه یې هم ښکاري، اصلي مسوولیت یې د پولو ساتنه او کنټرول دی. که د یوه هېواد سرحدي پولیس مجهز، تجربه لرونکي او پوه کسان وي، کولی شي په ډېره ښه توګه د منفي پدیدو، لکه ترهګرې ډلې، مخدره توکو قاچاق او نورو سازمان شویو جرمونو مخه ونیسي.»
د پوځي چارو بل شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «سرحدي پولیس د یوه مهم بنسټ په توګه، د هېواد د پولو د کنټرول او ساتنې مسوولیت پر غاړه لري. لکه څنګه چې د هېواد په پولو کې وخت ناوخته د مخدره توکو قاچاق، انساني قاچاق او پیسو قاچاق هڅې کېږي، سرحدي پولیس مکلفیت لري د دا ډول جرمونو مخه ونیسي. همداراز ځینې کسان چې په کور د ننه د جرمونو له امله تر قانوني څېړنې لاندې وي، هڅه کوي له ناقانونه لارو په استفادې له هېواده وتښتي، سرحدي پولیس دنده لري، چې د دا ډول کسانو د وتلو مخه ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د سرحدي پولیسو لوی ریاست د شمېرو په خپرولو سره ویلي وو، چې وروستیو کلونو کې د ۹۲۱ تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.