د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي وایي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د ۱۴۰۴ لمریز کال تر پایه، په ټول هېواد کې د څه باندې ۸۳۶ زره جریبه ځمکې د استرداد پرېکړې صادرې کړې دي.
د هغه په وینا، ځانګړو اقتصادي محاکمو هم د دغه کمېسیون له لوري د راجع شوو قضیو پر بنسټ اقدام کړی او د څه باندې ۳ زره جریبه ځمکې په اړه یې پرېکړې کړې دي. همدارنګه، په ۶۵ نورو قضیو کې هم د دغو محاکمو له لوري شرعي حکمونه صادر شوي دي.
په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو په اړه وايي چې په مرکز او ولایتونو کې د عامه او دولتي ملکیتونو بېرته راګرځول د خلکو او د افغانستان د دولت په ګټه دي.
د سیاسي چارو شنونکی داوود خان شیراز آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «په ولایتونو کې، لکه کابل او هرات، د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره اقدامات شوي دي. ځانګړي کمېسیون اغېزمن کارونه کړي او باید غصب شوې ځمکې خپلو اصلي مالکانو ته بېرته وسپارل شي. موږ د دې کمېسیون له هڅو مننه کوو.»
د سیاسي چارو بل شنونکی یاسین حبیب بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د جمهوري نظام پر مهال، ځینو زورواکو، د پارلمان ځینو غړو او حکومتي چارواکو دولتي او د خلکو ځمکې غصب کړې وې او پرې یې ودانۍ او ماڼۍ جوړې کړې وې. د اسلامي امارت له راتګ وروسته، د دې ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېسیون جوړ شو چې تر اوسه یې د دې ځمکو یوه لویه برخه خپلو اصلي مالکانو ته سپارلې ده؛ دا یو اسلامي او شرعي اقدام دی او د خلکو له هرکلي سره مخ شوی دی.»
خو د سیاسي چارو شنونکی مقدم امین بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په بېلابېلو دورو کې د افرادو او ډلو له خوا د شتمنیو غصب کول، د ملي شتمنیو پر وړاندې ښکاره سرغړونه او تېری دی. د نظام له اساسي دندو یوه دا ده چې د عامه شتمنیو ساتنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ملت شتمنۍ لوټ شي.»
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د فعالیتونو په دوام، د عدلیې وزارت ویاند آفاق خبري اژانس ته وايي چې په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې یو میلیون او ۲۳۰ زره جریبه غصب شوې ځمکې بېرته د دولت ملکیت ته راګرځول شوې دي.