سالنګ کې توپان او د برېښنا پایې نسکورېدل؛ د برېښنا شرکت ځواب څه دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست، آفاق خبري اژانس سره خبرو کې وایي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو پرچاویو لامل، له ترکمنستان او ازبکستانه د واردېدونکو برېښنا د ستنو چپه کېدل دي. ښاغلي حق‌پرست همداراز زیاته کړې چې له ترکمنستانه واردېدونکې برېښنا بېرته پر وخت نښلول شوې ده، خو د سالنګ لویې لارې د بندېدو له امله، له ازبکستانه واردېدونکې برېښنا ستونزه چې ۱۲ ولایتونه ترې ګټه اخلي، لا هم نه ده حل شوې. نوموړي همدارنګه ویلي چې د کابل ښار د اوسېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دا مهال له ۸۰ مېګاواټه حرارتي برېښنا ګټه اخیستل کېږي.

ښاغلي حق‌پرست د اوبو، لمر او باد له سرچینو د انرژۍ د تولید په برخه کې شته ستونزو ته په اشارې ویلي چې د تېر حکومت کم‌کاري او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل نشتون د دې لامل شوی و، څو د هېواد له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید په برخه کې ګټه وانخیستل شي او په خبره یې، اسلامي امارت له شته ننګونو سره سره، له دغو سرچینو په سمه توګه ګټه اخیستې ده.

د برېښنا شرکت ویاند همداراز زیاته کړې چې د انرژۍ د تولید او په هېواد کې د برېښنا د ستونزو کابو کولو لپاره، دې ادارې د ۱۲ زره او ۵۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړې لاسلیک کړې، چې چارې به یې تر راتلونکو دوو کلونو بشپړې شي.

د ښاغلي حق‌پرست په وینا، په روان کال کې د برېښنا شرکت له لوري دوه ستر کنفرانسونه جوړ شوي، چې په ترڅ کې یې د انرژۍ د تولید په برخه کې د ۷۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه شوې ده.

مطالب بیشتر:  زیانمنو سره پر مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټینګار؛ مرستې په منظم ډول روانې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *