روغتیایي خدمتونو ته د لاس‌رسي هڅې؛ د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتونونه جوړېږي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام په لړ کې، دا ځل د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په اړه ملت ته معلومات وړاندې کړل. د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي وایي، چې د روغتیا ملي پالیسي د راتلونکو پنځو کلونو لپاره تصویب شوې ده.

ښاغلی جلالي زیاتوي، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو لپاره بودجه تصویب شوې او په خبره یې په ۲۰۲ روغتیایي مرکزونو کې د خدمتونو کچه لوړه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي، چې تېر کال ۳۵۰۰ خصوصي روغتیایي مرکزونه ثبت، له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکاریو سلګونه تړونونه لاسلیک او د روغتیایي مرستو لسګونه جوپې ترلاسه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې پروګرام کې همداراز هېواد کې د شفافو روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د روغتیا په برخه کې د نړۍوال بانک له لوري تمویلېدونکې برنامې به د ۲۰۲۶ کال تر وروستیو دوام ولري. نور جلال جلالي زیاتوي: «عامې روغتیا وزارت د رڼو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی، موږ له خپلو بهرنیو همکارانو او ملاتړو مننه کوو. کومې برنامې چې د نړۍوال بانک له لوري تمویلېږي، د ۲۰۲۶ کال تر وروستیو به دوام ولري.»

له دې سره هم‌مهاله د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال بخت‌الرحمان شرافت وایي، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۴ زره او ۲۸۹ روغتیایي مرکزونه فعال دي، چې له دې ډلې ۴۴۲ یې جامع، یو زره او ۶۴ یې اساسي، ۳۵ تخصصي او ۸ حوزوي روغتونونه دي.

هغه همداراز زیاته کړې، چې د تېر کال په لړ کې ۶ زره او ۳۶۷ مسلکي او کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د بخت‌الرحمن شرافت په خبره: «تېر کال په مرکز او ولایتونو کې نږدې ۶ زره او ۳۶۷ مسلکي کارکوونکو ته ته د کار زمینه برابره شوې او د آزادې سیالۍ له لوري ګومارل شوي دي.»

د امارتي ادارو د لاسته راوړنو په دې پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رییس وایي، چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د سرطاني ناروغیو درملنې څلور ۵۰ بستریز مرکزونه جوړ شوي دي. سید رسول منگل زیاتوي: «د هېواد په څلورو ولیتونو کې څلور ۵۰ بستریز مرکزونه جوړ شوي دي.»

په ورته وخت کې، د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال بیا په خپلو خبرو کې وایي، چې تېر کال د روغتیایي کارکوونکو له لوري پر خوارځواکۍ اخته ۲.۲ میلیونه ماشومانو او ښځو درملنه شوې ده.عبدالولي حقاني زیاتوي: «تېر کال نږدې ۲.۲ میلیونه خوارځواکه میندې او ماشومان د دغه وزارت د مسوولینو له لوري تداوي شوي دي.»

په دې پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي محصولاتو او درملو چارو د تنظیم عمومي رییس هم زیاتوي، چې تېر کال یو زره او ۷۷ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي د دغه وزارت له لوري له منځه وړل شوي او زیاته یې کړه، چې تېر کال د ۱۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ زره او ۵۲۹ صحي توکي هېواد ته وارد شوي دي.

د روغتیایي محصولاتو او درملو عمومي رییس نعیم‌الله ایوبي په دې پورګرام کې زیاته کړه: «تېر کال یو زره او ۷۷ ټنه تاریخ تېره او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي د دغه وزارت له لوري له منځه وړل شوي دي او همداراز ۵ زره او ۵۲۹ قلمه لوازم د ۱۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت هېواد ته وارد شوي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې زیاته کړه، چې د تېر کال په لړ کې دغه وزارت توانېدلی ۴۶ زره او ۷۳۶ روږدو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *