آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، چې د قطر هېواد لپاره په ۲۳ مسلکونو کې د ۱۸۰۰ مسلکي او تخصصي بستونو د نوملیکنې بهیر په کابل، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې له پاکستان او ایران د راستنېدونکو لپاره پیلېږي. د ښاغلي ابراهیمي په وینا، نوملیکنه د روان کال د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۲مه پیلېږي او په خبره یې، غوښتونکي باید د تېرو دوو کلونو پر مهال د راستنېدو او همداراز خپل تحصیلي اسناد له ځانه سره ولري. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي چې د فورمې بیه ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوې او نوملیکنه یوازې په یادو رسمي مرکزونو کې ترسره کېږي.
سمیعالله ابراهیمي په دې اړه زیاته کړې: « د تېر اعلان په تعقیب سره دا ځل په ۲۳ نویو حرفو کې؛ یوازې او یوازې په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې له نویو راستنېدونکو هېوادوالو څخه قطر شاهي هېواد ته د ۱۸۰۰ مسلکي او تخصصي بستونو لپاره په قانوني توګه د افغان کارګرانو د اعزام لپاره په لاندې برخو کې نوملیکنه پیل کیږي.»
په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو استول، هېواد کې د وزګارۍ کموالي په برخه کې اغېزمن ګام بولي او ټینګار کوي چې حکومت باید دا بهیر په منظم، شفاف او د کار نړۍوال بازار له اړتیاوو سره سم مدیریت کړي، څو د هېوادوالو لپاره نور کاري فرصتونه هم برابر شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا بهر ته د افغان کارګرو لېږد په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «افغانستان کې د وزګارۍ کچه ډېره لوړه ده. بهر ته د افغان کارګرانو لېږد له یوې خوا په کور د ننه د بېکارۍ فشار کموي او له بلې خوا هغه کارګر چې بهر ته ځي، نوي مهارتونه زده کوي. کله چې دا کسان بېرته هېواد ته را وګرځي، له شک پرته په کور دننه په هغو برخو کې چې اړتیا ده، د هغوی له وړتیاوو ګټه اخیستلی شو.»
د اقتصادي چارو بل شنونک عبدالظهور مدبر بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «دا کسان له هېواده د باندې کار کولو سره پیسې ترلاسه کوي او هغه د حوالې له لارې افغانستان ته را لېږي، چې دلته بیا په ګردش راځي او د هېواد اقتصادي اړتیا پوره کولو کې مرسته کوي. په اوږد مهال کې اړتیا ده، چې له کورني ظرفیت په ښه بڼه ګټه واخیستل شي، څو په هر ډول شرایطو کې وکولی شي، د هېواد اقتصادي ودې لپاره د دوی له وړتیاوو ګټه واخلو. دا مهال بهر ته د افغان کارګرانو لېږد یو ګټور ګام دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تر وړاندې د کار لومړنی ملي کنفرانس جوړ او په هغه کې د څه باندې یو میلیون کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو هوکړې لاسلیک شوې. همداراز د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۶مه د کار او ټولنیزو چارو وزارت قطر هېواد ته د ۲۰۰۰ زره مسلکي افغان کارګرانو د لېږد نوملیکنې بهیر پیل کړ.