د کونړ ناورین ته نړۍوال غبرګونونه؛ د مرګ‌ژوبلې شمېر څه باندې ۴۵۰۰ تنو ته ورسېد

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د هېواد په ختیځ کې د یکشنبې شپې مرګونې زلزله کې تر دې دمه څه باندې ۱۴۱۰ کسانو ژوند بایللی او تر ۳۱۲۰ زیات ټپیان شوي دي. ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې په دې مرګونې زلزله کې ۵۴۱۲ استوګنیز کورونه هم وېجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: « په کنړ کې د زلزلې له امله د اوښتو زيانونو وروستي ارقام او د مرستو او خدماتو جزيات د کنړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټپور او اسعد آباد ولسوالۍ کې تر دې مهاله د شهيدانو مجموعي شمېر ۱۴۱۱ ، د زخميانو شمېر ۳۱۲۴ تنه او د تخريب شويو کورونو شمير تر ۵۴۱۲ پورې رسيږي.»

په ورته مهال دغه ناورین نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل. په نړیواله کچه څو هېوادونو له هغې ډلې ایران، پاکستان، هند، روسیې، چین، ازبیکستان، متحده عربي اماراتو، جاپان، سویس، قطر، جرمني او بریټانیا له زیانمنو شویو سره د بیړنیو مرستو په موخه چمتوالی اعلان کړی.

له زلزله ځپلو سره د بیړنو مرستو اعلانونکي هېوادونه ایران، پاکستان، هند، روسیه، چین، ازبیکستان، متحده عربي امارات، جاپان، سویس، قطر، جرمني او بریټانیا دي.

په ورته مهال، ځینې نورو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، فرانسې، ترکیې، ارمنستان، اذربایجان، سعودي عربستان، عمان، قزاقستان، اندونیزیا، کویټ، مصر او یو شمېر نورو هېوادونو د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه رالیږي او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده.

په همدې حال، یو شمېر هېوادون، لکه امریکا، فرانسه، ترکیې، ارمنستان، اذربایجان، سعودي عربستان، عمان، قزاقستان، اندونیزیا، کوېټ، واتیکان، مصر او یو شمېر نوره وهېوادونو د کونړ له زلزله ځپلو سره خواخوږي او د تسلیت مراتب شریک کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو هېوادونو د مرستو او خواخوږي په اړه وایي: «موږ له ټولو هېوادونو او بنسټونو څخه له افغانانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره مننه کوو، د کومو مرستو ژمنه یې چې کړې پر ځای اقدام دی او د تحقق په صور کې به دغه مرستې زیانمنو ته ورسیږي.»

تر دې مرګونې زلزلې وروسته، ظاهرا لیدل کیږي چې ملي او نړیوال بنسټونه هم لاس په کار شوي دي. ملګروملتونو پنځه میلیونه ډالره بیړنۍ مرسته ځانګړې کړې او یونیسف، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازمان او ځینې نورو بنسټونو د مرستندویه ډلو د لیږلو چمتوالی څرګند کړی دی.

اروپايي ټولنې، اسلامي مرستندوي سازمان او د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې سیمې ته یې خپلې مرستندویه ډلې لیږلې دي. په ملي کچه هم ، سرې میاشتې، د بیړنیو مرستو په موخه بیړنې ډلې لیږلي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم د یادې پېښې زیانمنو شویو ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ غږ کړی دی.

هغه ملي او نړیوال بنسټونه چې د مرستې چمتوالی یې اعلان کړی

ملګري ملتونه (۵ میلیونه ډالره بیړنۍ مرسته)

یونیسف

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان

د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري

د کډوالس نړیوال سازمان

اروپايي ټولنه

د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC)

اسلامي مرستندوي سازمان

د سره صلیب نړېوالې کمېټې ویاند احمد پرویز فیضي زلزله ځپلو سره د مرستې په اړه وایي: «د خپل شریک افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې زلزله ځپلو ته مرستې رسوو، په دې مرستو کې، بیړنۍ روغتیایي، مالي، لومړني روغتیایي خدمات، اوبه او نور د اړتیا وړ روغتیایي توکي شامل دي، دغه راز هغو کسانو ته چې په دې ناورین کې یې خپلوان له لاسه ورکړي، همکاري او رواني ملاتړ برابریږي. موږ د وضعیت د لا ارزونې په حال کې یوو او چمتو یوو چې له زیانمنو سره د اړتیا له مخې لا ډیرې مرستې وکړو.»

په ورته مهال، څوارلسم پاپ هم په یو پیغام کې له افغانانو سره خپله خواخوږي او پیوستون اعلان کړی دی. د کاتولیکانو د کلیسا رهبرڅوارلسم پاپ لیو زیاته کړې: «په خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې تلفات اړولي، زه له زیانمنو شویو سره خپله خواخوږي او پیوستون اعلانوم.»

په ورته مهال، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت او اړوند بنسټونه هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې زیانمنو شویو ته د اړتیا وړ ملاتړ او مرستې ترلاسه کړي.

دا په داسې ده چې د یکشنبې په شپه ناوخته شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۸ دقیقې د افغانستان ختیځ سختې زلزلې ولړزاوه. د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې سترې زلزلې د کونړ او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکی په داسې حال کې چې په خوب ویده وو وځپل. دغې زلزلې پراخ ځاني او مالي زیانونه رامنځته کړل، سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *