آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کونړ په مرګونې زلزله کې تر خاورو لاندې د بند پاتې کسانو د را ایستلو لړۍ لا هم دوام لري. د هغو کسانو چیغې او فریادونه، چې لاسونه یې په خاورو لت پت دي او د خپلو کورنیو د ژوندیو او مړو د موندلو په پار خاورې اړوي را اړوي، څو یې زړه سکون شي.
خدمتالله کونړ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د قربانیانو د کورنۍ یو غړی دی. په اوبلنو سترګو د کنډوالو په منځ کې د خپلې کورنۍ د غړو نښو نښانو موندلو په لټه کې دی. هغه وایي، تېره ورځ یې په دې ناورین کې د کورنۍ ۹ غړي له لاسه ورکړي او په خبره یې، یوازې د دوی په کلي کې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ژوند بایللی دی.
خدمت الله زیاتوي: «د تېرې شپې په زلزله کې زما د کورنۍ ۷ تنه شهیدان شول، ۵ نجونې او ۲ هلکان. همداراز ۲ مې د کاکا زمان او یوه مې هم عمه شهیده شوه. یوازې زموږ په کلي کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کسان شهیدان شوي دي.»
پر خدمتالله سربېره، یو شمېر نور زلزله ځپلي هم د زلزلې له شېبو ټکان ورکوونکې کیسې لري، هغه شېبې چې د کورونو چتونه پرې را ولوېدل، ماشومان د خپلو میندو له غېږو بېل شول او کورنۍ د سترګو په رپ کې د ویر پر ټغر کېناستې. د قربانیانو د کورنیو غړي د دې مرګونې زلزلې په اړه ترخې او بوږنوونکې کیسې لري، هغه کیسې چې د دغه ناورین ژورتیا انځوروي.
زلزله ځپلی پاچا په د دې پېښې د ویجاړیو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: هېڅوک ژوندي نه دي پاتې، ټول کورونه ویجاړ شوي دي. شهیدان او ټپیان زیات دي. دا ډېره دردوونکې پېښه وه او زه په ټول ژوند کې له داسې بوږنوونکې پېښې سره نه یم مخ شوی.»
د دې مرګونې زلزلې له امله بل زیانمن ګل آغا بیا د خپلو کورنیو د غړو تر خاورو لاندې کېدو کیسه داسې بیانوي: «له دې کوره څلور تنه شهیدان شوي؛ درې مېرمنې او یو ماشوم. لا تر اوسه هم دوه ماشومان تر خاورو لاندې دي او موږ یې د موندلو په لټه کې یو.»
دا په داسې حال کې ده، چې کونړ کې د تېرې شپې په مرګونې زلزله کې تر دې دمه ۱۴۱۱ تنو ژوند بایللی او ۳۱۲۴ نور ټپیان شوي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې په دې مرګونې زلزله کې ۵۴۱۲ استوګنیز کورونه هم وېجاړ شوي او په خبره یې، زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري او ښایي د مرګژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.